ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له نظارت خونې يو انسان تښتونکی تښتېدلی

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له نظارت خونې يو انسان تښتونکی تښتېدلی

author avatar
17 Sep 2020 - 16:56
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له نظارت خونې يو انسان تښتونکی تښتېدلی
author avatar
17 Sep 2020 - 16:56

جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۹۹): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له نظارت خونې هغه کس تښتېدلی چې د يو ماشوم د تښتولو هڅه يې کوله، دغه کس هغه مهال د ماشوم د کورنۍ د غړو له خوا نيول شوى او پوليسو ته سپارل شوى و.

مسولين که څه هم وايي، چې په دغه قضيه کې درې امنيتي منسوبين څارنوالۍ ته ور پېژندلي خو خلک وايي، دوی ته خپل مجرم په کار دی چې بايد قانوني سزا ورکړل شي.

د تښتولو د هڅې دغه قضيه د وږي په مياشتې ۱۶مه رامنځته شوې وه، هغه مهال چې ۱۴ کلن سبحان الله له کوره بهر سودا راوړلو پسې تللی و او يو شخص يې د تښتولو هڅه کړې وه.

د بټي کوټ ولسوالۍ د دامان د کلي اوسېدونکی حاجي غالب پژواک اژانس ته وويل، يو شخص چې دده د زوی د تښتولو هڅه يې کوله او دوی نيولی و، وروسته يې د ولسوالۍ پوليسو ته تسليم کړی و، خو اختطاف کوونکی د ولسوالۍ له نظارت خانې تښتېدلی دی.

هغه زياته کړه: ((اختطافچي د همدې ولسوالۍ د بل کلي اوسېدونکى دی، کله چې مې زوى سودا راوړله، نو لاره يې ورته نيولې وه او ورته يې ويلي و چې پلار دې درته غږ کوي، خو زوی مې ورته ويلي چې پلار مې کور کې دی، بيا يې له لاسه نيولی يو سل متره يې چې کش کړی هغه ترې ځان خلاص کړی، بيا يې نيولی بيا زما وروڼو او نورو زامنو ته خبر ورغلی، هغوی راغلي او اختطافچي يې نيولی و.))

د نوموړي په وينا، وروسته دوی نيول شوی شخص د ولسوالۍ مقام ته تسليم کړ، هغوى امنيه قوماندانۍ ته راجع او تر ماښام يې د تښتوونکي د تسليمۍ کار خلاص شو.

حاجي غالب وايي، کله چې دی له خپل زوی سره د بلې ورځې په سهار قوماندانۍ ته ولاړ نو هلته خبر شول چې نيول شوى شخص د نظارت خانې قفل مات کړی او تښتېدلی دی.

ده زياته کړه تر دې وړاندې هم ورته ۱۱ ځلې ګواښونه شوي و او ټول موضوعات يې له ولسوالۍ سره هم شريک کړي، خو اقدام نه دی شوی.

د حاجي غالب زوی سبحان الله وايي، دوه ځلې يې هڅه وکړه چې له تښتونکي ځان وژغوري، خو هغه به بيا نيولو چې اخر يې خپلوان ورورسېدل او دی يې ترې وژغوره.

هغه زياته کړه، په دغه موده کې دوه ځلې بې هوښه شوی هم دی.

ذبيح الله چې د بټي کوت په حفيظ کوټي بازار کې د خياطۍ دوکان لري او د ولسوالۍ دېوال شريک دی وايي، اختطاف کوونکی د ولسوالۍ له يو لوړ ديوال څخه د دوی باغچې ته را اوښتی او بيا تښتېدلی دی.

هغه زياته کړه: ((د سهار اته بجې وې، زه دوکان کې وم، کور نه زنګ راغی چې زموږ په باغچې له ولسوالۍ يو کس وتښتېده، کله چې زه لاړم د ولسوالۍ په ديوال اغزن تار دی، په هغه باندې يوه بړستن پرته وه او غل پرې راوښتی و. نو که ولسوالۍ داخل کې ورسره څوک لاس ونه لري هيڅ امکان نشته چې څوک له ولسوالۍ وتښتي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.