ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي د پشه خانو د موضوع څېړلو امر وکړ

د ننګرهار والي د پشه خانو د موضوع څېړلو امر وکړ

author avatar
17 Sep 2020 - 15:59
د ننګرهار والي د پشه خانو د موضوع څېړلو امر وکړ
author avatar
17 Sep 2020 - 15:59

جلال اباد (پژواک، ٢٧  وږى ٩٩) : د ننګرهار والي وايي چې د پشه خانو د موضوع د څېړلو لپاره يې پلاوى ټاکلى او که هره برخه کې غفلت يا فساد شوى وي، قانوني چلند ورسره کېږي.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې د والي او عامې روغتيا رييس په شتون کې د دوه ميليون پشه خانو د وېش لړۍ پيل شوه.

سرچينې زياته کړې وه، چې  پر دې پشه خانو اته ميليونه ډالره لګښت راغلى او دوه ميليونه نور يې له بهر څخه په واردولو او وېش باندې مصرف کېږي.

خو د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (يو اين ډي پي) له خوا د هغوى په فيسبوک او ټويټر کې خپاره شويو لنډو معلوماتو کې ويل شوي چې دوى په ننګرهار کې يو ميليون پشه خانې وېشي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امر خېل له ننګرهاريانو مننه کړې،  چې د ننګرهار ولايت مقام له لوري د پشه خانو اړوند د خپاره شويو معلوماتو په اړه يې غبرګون وښود.

هغه په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي : (( سره له دې چې زما د دندې نږدې شل ورځې پوره کېږي او عموماً د داسې پروژو د خريدارۍ پلان يو کال وړاندې ترسره کېږي خو پر دې ډول ستاسو غبرګون ستاسو پر وطن دوستۍ او ويښتيا دلالت کوي.

امرخېل ويلي، چې تېره ورځ يې د پشه خانو د وېش په داسې يوې پلان شوې برنامه کې ګډون وکړ، چې له بده مرغه د ټولو دخيلو ادارو،  ( UNDP، AADA او د عامې روغتيا د ملاريا د برخې) له لورو په خپاره شويو ارقامو کې تفاوت و.

هغه زياته کړې، د همدې قضيې د وضاحت په اړه يې نن د عامې روغتيا رييس د نشتون له امله له هغه سره ټيلېفوني، د AADA او د عامې روغتيا اړوند د ملاريا د برخې مسوول  سره مې له نږدې خبرې وکړې او په جدي ډول يې ورته د دې موضوع په اړه د سپيناوي وړاندې کولو امر وکړ.

د ننګرهار والي وايي، دغه پشه خانې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې  UNDP له لوري د درې کلونو معياد سره خريداري شوي دي.

ده زياته کړې : (( نه موږ ددې پشه خانو نه په خريدارۍ کې دخيل يو او نه هم زما د ماموريت پر مهال يې پلان ګذاري شوې ده.))

د هغه په وينا، په پام کې وه چې ياده پروسه درې مياشتې وړاندې پيل شي، خو د کرونا وبا له امله د پشه خانو د انتقال چارې د کراچۍ په بندر کې ځنډېدلې وې.

هغه وايي : (( د ولس قضاوت راته تر هرڅه ډېر ارزښت لري.په همدې موخه مې يو پلاوى ګومارلی چې څېړنه يې وکړي، ژمنه کوم چې د پشه خانو د ارقامو او قيمت په اړه به کره معلومات له ولس سره شريکوم او که په هره کچه غفلت موجود وي، ورسره به سخت قانوني چلند کېږي.))

بلخوا په ټولنيزو شبکو کې خلکو پر دې موضوع بېلا بېل ډول تبصرې کړې دي، ځينو ليکلي چې په لس ميليونه ډالرو د پشه خانو جوړولو څو فابريکې جوړوېدلې، اړتيا نه وه، چې په دومره لګښت پشه خانې واخيستل شي.

ځينو نورو کسانو بيا نيوکه کړې وه، چې اوړى خلاص شو او د پشه خانو وېش اوس پيل شو، ځينو کسانو په دې موضوع کې د فساد يادونه هم کړې وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.