ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له تېرو دوه اوونيو راهیسې د پکتيا د شپږو ولسواليو لارې تړلې دي

طالبانو له تېرو دوه اوونيو راهیسې د پکتيا د شپږو ولسواليو لارې تړلې دي

author avatar
17 Sep 2020 - 15:44
طالبانو له تېرو دوه اوونيو راهیسې د پکتيا د شپږو ولسواليو لارې تړلې دي
author avatar
17 Sep 2020 - 15:44

ګردېز (پژواک، ۲۷ وږی ۹۹): وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې د ګردېز ــ ډنډپټان لويه لاره د ميرزکې او احمدخېلو په ځينو برخو کې تړلې چې له ګردېز سره يې د شپږ ولسواليو تګ، راتګ محدود او خلک يې له ګڼو ستونزو سره کړي دي.

د پکتيا اوسېدونکي او ولايتي شورا د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پيل ته هيله مند دي او ټينګار کوي چې د ښه نيت څرګندولو لپاره بايد جګړې کمې شي.

د ميرزکې ولسوالي قومي مشر حاجي غفار وايي خلک له روان حالت او ناامنيو خورا ستړي شوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې خلکو ته د ستونزو له جوړولو ډډه وکړي.

غفار پژواک ته وويل: ((په ولسوالۍ او شاوخوا سيمو کې هر وخت جنګ وي، په سړک جنګ وي. لاره بنده ده، لاره بايد خلاصه شي؛ چې خلک کار، روزګار وکړي، خلک له لوږې مري، څه وکړي؟ چېرته ولاړ شي.))

د دې لويې لارې يو موټر چلوونکی علي محمد وايي، د تګ راتګ پر مهال خلک او د سيمې اوسېدونکي ډېر په ستونزو کې دي او هر وخت د جګړې او چاودنو وېره ور سره وي.

محمد زياته کړه چې ځينې خلک د دې لارې د تړل کېدو له امله لومړی خوست او له هغې لارې بيا ګردېز ته راځي، چې په خبره يې تېره اوونۍ پر هغه لاره هم د سړک غاړې ماين چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول.

نوموړی وايي: ((په دې لاره ډېر زيات په تکليف يو، ناامني ده. وسله وال طالبان مو په عذابوي. خلک په خوست راتاويږي، بيا ګردېز ته ځي، غوښتنه مو دا ده چې دا لاره خلاصه شي.))

د پکتيا ولايتي شورا هم وسله وال طالبان پړه بولي چې د تاوتريخوالي کمولو په اړه د خلکو غوښتنو ته درناوی نه لري او نه يوازې جګړه يې کمه کړې نه ده، بلکې خپلو بريدونو ته يې زور ورکړی دی.

د دې شورا غړی تاج محمدمنګل وايي: ((وسله وال طالبان د حکومت له دفاعي حالت څخه سؤاستفاده کوي، په لويو لارو کې چِک پاينټونه اچوي، خلک له موټرو ښکته کوي او آزار ورکوي. دوی بايد د خلکو د غوښتنو لپاره هم حسنِ نيت وښيي او جګړې کمې کړي.))

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې دوی د سولې خبرو د ښه مخته تګ او باور فضا ټينګېدو لپاره د امنيتي ځواکونو تعرضي عمليات کم کړي، خو په خبره يې وسله والو طالبانو جګړې زياتې کړې چې د سولې پر روانو مذاکراتو سيوری غوړولی شي.

فدايي پژواک ته وويل چې خلک سوله غواړي او افغان دولت د خپل ملت غوښتنې په نظر کې نيسي.

نوموړي زياته کړه: ((د سولې مذاکرات پيل شوي، سولې ته په احترام موږ نه غواړو چې دا پروسه مختل شي، زموږ امنيتي ځواکونه د دفاع په حالت کې دي، ولې متاسفانه وسله وال طالبان خپلو ژمنو ته ژمن نه دي او بايد عام المنفعه ځايونو کې له مزاحمت او بريدونو ځان وساتي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.