ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د افغانستان ملي مالي صندوق لغوه کړ

ولسمشر د افغانستان ملي مالي صندوق لغوه کړ

author avatar
17 Sep 2020 - 16:32
ولسمشر د افغانستان ملي مالي صندوق لغوه کړ
author avatar
17 Sep 2020 - 16:32

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د يوه حکم له مخې، د افغانستان ملي مالي صندوق لغوه کړى دى.

دا صندوق د روان لمريز کال د غويي په مياشت کې د ولسمشر د يوه فرمان له مخې،د بې وزلو خلکو لپاره د مرستو  راټولولو او بيا د وېشلو په موخه جوړ شوى و.

دا صندوق چې د افغانستان ملي راډيو تلوېزيون په چوکاټ کې جوړ شوى و، هغه مهال ولسمشر ورته ٤٢ ميليونه افغانۍ بودجه هم منظوره کړې وه.

ولسمشر هغه مهال د ملي تلوېزيون ديوې کارمندې ډيوه پتنګ ورور پامير پتنګ ددې صندوق مشر ټاکلى و.

بلخوا پژواک هغه سند ترلاسه کړى چې د افغانستان ملي راډيو تلوېزيون د ١٣٩٩  مالي کال لپاره ددغه صندوق د کارکوونکو د معاشونو او لګښتونو لپاره د ٢٢ ميليونه افغانيو غوښتنه کړې وه.

د حکومت يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې ددغه صندوق د جوړولو طرحه د کرونا پر مهال جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په نورو هېوادونو کې هم دا ډول صندوقونه شته چې په بېړنيو حالاتو کې د بې وزلو لپاره مرستې راټولوي او بيا يې پرې وېشي.

يادې سرچينې وويل چې وروسته ددې صندوق په اړه حقوقي ستونزه پيدا شوه او تر تحليل وروسته ددې صندوق رامنځته کول د افغانستان له قوانينو سره په ټکر کې و.

دغې حکومتې سرچينې زياته کړه، حکومت له خلکو سره د مرستو لپاره (دپېښو پر وړاندې د مبارزې ددولت وزارت) لري، نو د دې وزارت په شتون کې د صندوق رامنځته کول اړين نه و.

نوموړى وايي چې وروسته ولسمشر دغه موضوع د سرور دانش په مشرۍ حقوقي کمېټې ته واستوله، خو هلته هم ددې صندوق جوړوونکو ترې دفاع ونه شواى کړاى.

سرچينې زياته کړې چې ولسمشر اشرف غني د يادې کمېټې په احترام او د چارو دادارې تر حقوقي تحليل او وړانديز په پايله کې دغه ملي مالي صندوق بېرته لغوه او ختم کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.