کابل (پژواک، ۲۷ وږي ٩٩): ولسمشرمحمد اشرف غني په بلخ کې پر یوې ځوانې نجلۍ د ډله ییز تېري په اړه د هېواد لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت ادارو ته د دغې قضیې د څېړلو امر وکړ.
د وږي په ۲۴ مه رسنیو راپورونه خپارل کړل چې پر یوې پېغلې نجلۍ د اووه کسانو له لوري جنسي تېری شوی او دغه نجلۍ په چل او دوکې سره له کابله بیول شوې او وروسته په بلخ کې یو سړي له خپلو زامنو او زوم سره یو ځای پرې جنسي تېری کړی دی.
د راپورنو له مخې، حکومت په ابتدایي ډول د هغې نجلۍ روغتیایي وضعیت ته د رسېدو په موخه عملي اقدامات هم کړي او دا مهال یاده نجلۍ د ملي امنیت روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
له ارګ څخه د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې پر یوې ځوانې نجلۍ د ډله ییز تېري په اړه د هېواد لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت ادارو ته د دغې قضیې د څېړلو امر کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دولت د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلو هېوادوالو د عدالت او بشري حقونو تامین ته ژمن دی او له قانون څخه سرغړونکو پر وړاندې به له هيڅ ډول اقدام څخه دریغ ونه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن