ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه مور: نه غواړم درېيم زوى مې هم د پوليسو په ليکو کې شامل شي

يوه مور: نه غواړم درېيم زوى مې هم د پوليسو په ليکو کې شامل شي

author avatar
17 Sep 2020 - 15:31
يوه مور: نه غواړم درېيم زوى مې هم د پوليسو په ليکو کې شامل شي
author avatar
17 Sep 2020 - 15:31

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩): د هلمند ولايت يوه اوسېدونکې وايي چې خاوند او لېور يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي خو دوه زامن يې همدا اوس هم د افغان ځواکونو په ليکو کې دندې ترسره کوي.

دغه ښځه بې بي زرګره (مستعار نوم) نوميږي، د هلمند ولايت د نهر سراج ولسوالۍ اصلي اوسېدنکې ده.

بي بي زرګرې د وږي په ٢٧مه خپل لمسى د لښکرګاه بست روغتون ته د درملنې په موخه راوړى و.

هغې پژواک ته وويل، نه غواړي چې درېيم زوى يې وسله واخلي او د پوليسو په ليکو کې شامل شي.

دې زياته کړه: ((خاوند او لېور مې په همدې لاره کې و وژل شول، دوه زامن مې همدا اوس په کې دي او اوس دا درېيم زوى مې غواړي چې ورشي خو زه نه غواړم چې دغه کار وشي.))

دغه مور وايي چې د پوليسو په ليکو کې د دوه زامنو شتون يې خوب له سترګو تښتولى او هره شېبه په اندېښنو کې ده.

زرګرې پژواک ته خپل د سترګو ليدلى يو حال بيان کړ: ((نن چې له کوره را ووتم، يو غټ سړى د بل سړي په غېږه کې پروت و ما وويل چې ولې، هغه راته وويل چې ماين وهلى دى او دغه مو د وطن حال دى، له دې سره ما چېغې کړې او ومې ويل چې خدايه زما زامن په دې حال کې را باندې مه ګوره.))

نوموړې له دې کېسې وروسته د يوې شېبې لپاره وژړل بيا يې د خپل ناروغ لمسي پر سر لاس را تېر کړ او ويې ويل: ((زه هره شپه د خپل پوليس زامنو مړي په خوب کې وينم او تر سهاره بيا ژاړم.))

دې وويل چې د شپې څو ځلې له خپله ځايه پورته کيږي، بيا لوڼې يې پرې غږ کوي چې خداى مهربانه دى ډېره اندېښنه دې نه کوي.

زرګره د نهرسراج ولسوالۍ تر ټولو په نا امنه سيمه کمپرک کې اوسيږي او د سولې پر پروسې او خبرو هېڅ باور نه لري.

هغې وويل: ((سل ځلې د سولې خبرې وشوې، سوله نشته دى، ټول عمر مو په جنګ کې تېر شوى دا نور هم تېريږي.))

دغه راز د زرګرې زوى نور احمد (مستعار نوم) پژواک ته وويل: ((زه ځکه غواړم چې په پوليسو کې داخل شم او وسله واخلم چې د دوه نورو وروڼو په معاش کور نه شوو چلولاى.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.