ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د ننګرهار د ثمرخېلو په ترانسپورټي بندر کې له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي

څېړنه: د ننګرهار د ثمرخېلو په ترانسپورټي بندر کې له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي

author avatar
17 Sep 2020 - 14:16
څېړنه: د ننګرهار د ثمرخېلو په ترانسپورټي بندر کې له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي
author avatar
17 Sep 2020 - 14:16

جلال اباد (پژواک، ۲۷وږی ۹۹): د پژواک خبري اژانس د څېړنو له مخې، د ننګرهار د ترانسپورټ رياست مامورين د ثمرخېلو په ترانسپورټي بندر کې له موټر چلوونکو څخه د قانون خلاف پيسې اخلي.

جلال اباد ښار څلور وتونکې (خروجي) دروازې لري چې د هډې فارم، درونټې، بهسودو پل او ثمرخېلو په نومونو يادېږي.

د رسمي ارقامو له مخې، ۱۳۹۸ کال کې يوازې د ثمرخېلو دروازې له لارې۱۹۷زره او ۲۱۸ موټر تېر شوي چې د ورځې په وېش نږدې۵۵۰ موټر کېږي.

د اصولو له مخې، هره پارچه چې موټر چلوونکي ته ورکول کېږي، بايد نېټه، لاسليک او د رياست له خوا مهر شوې وي. دغه راز د موټر د تګ مسير، د سپرليو شمېر او د کرايې اندازه هم مشخص وي، خو پژواک ومونده چې دلته ډېرې پارچې له دغو ټولو مشخصاتو پرته ورکول کېږي.

ناقانونه پيسې:

پژواک د ترانسپورتي عوایدو راټولولو سیستم د ښه والي طرحه ترلاسه کړې چې په ۱۳۹۵ کال کې د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې، د ماليې وزارت، ترانسپورټ وزارت، کابل ښاروالۍ او نورو ادارو د عوايدو لوړېدو په موخه ترتيب شوې ده.

د دې طرحې له مخې، له هر مسافر وړونکي موټر څخه به د ټولو سپرليو د کرايې په اندازه درې سلنه ټکس اخيستل کېږي خو دلته هر څه د دې طرحې خلاف دي.

د ثمرخېلو بندر له لارې د ننګرهار يوولسو ولسواليو (هسکه مېنه، رودات، کوټ، بټي کوټ، اچين، غني خېل، سپين غر، نازيان، دوربابا، مومندره، لعلپوره) او تورخم ښارګوټي ته خلک تګ راتګ کوي.

له روداتو، هسکې مېنې، کوټ، بټي کوټ او تورخم ښارګوټي پرته نور د دغو پاتې ولسواليو زياتره خلک د کرايې د کموالي په خاطر لومړی د غني خېلو ولسوالۍ اړوند مارکو بازار ته ځي او بيا له هغه ځايه نورو موټرو کې خپلو ولسواليو ته ځي.

مارکو بازار ته عموماً په پنځه سپرلۍ وړونکي موټر کې له هر کس څخه ۵۰ افغانۍ اخيستل کېږي چې ټوله کرايه ۲۵۰ افغانۍ کېږي او درې سلنه يې ۷ نيمې افغانۍ کېږي خو د ثمرخېلو په بندر کې له هر موټره ۳۰ افغانۍ اخيستل کېږي.

مسوولين وايي چې له دغو ۳۰ افغانيو لس مستوفيت ته او اووه نيمې ترانسپورټ رياست ته ورکول کېږي خو بيا هم ۱۲نيمې افغانۍ ډېرې اخيستل کېږي.

له دغه بندره هره ورځ لږ تر لږه شپږ سوه موټر تېرېږي او که پنځوس سلنه يې هم د مارکو د لين موټر وي، نو د ورځې۳۷۵۰، د مياشتې ۱۱۲زره او ۵۰۰ سوه او د کال ۱ ميليونه او ۳۵۰زره افغانۍ زياتې اخيستل کېږي.

د قانون خلاف عمل:

د پژواک خبري ټيم د جلال اباد ښار د څلورو دروازو له ډلې د ثمرخېلو بندر څارنه وکړه چې د بندر د مسوولينو او رياست د ارقامو، څرګندونو او کړنو ترمنځ د توپير سربېره په کې جوته شوه چې ځينې چارې د قانون خلاف روانې دي او فساد ته زمينه برابروي.

پژواک ته هغه پارچې په لاس ورغلې چې په کې نه د مسوول شخص لاسليک شته، نه هم د ادارې مهر (ټاپه)، نه يې هم نېټه مشخصه شوې، نه د موټر د تګ مسير معلوم شوی، نه يې د موټر د کرايې اندازه ليکلې؛ موټر چلوونکو چې پنځه سپرلي خیژولي وي، ويل يې ۳۰ افغانۍ يې ترې اخيستې دي.

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس خان وزير ځاځی وايي، لس افغانۍ ماليې وزارت ته ورکول کېږي او د موټر د کرايې مطابق د قانون له مخې ۳سلنه پيسې اخيستل کېږي چې له يوه پنځه نفري ګړندي موټره ۱۹ افغانۍ اخیستل کېږي او ټولې ۲۹ افغانۍ دي.

خو د ثمرخېلو بندر مسئولين بيا له دې ډول موټر څخه ۳۰ افغانۍ چې يوه افغانۍ زياته ده اخلي.

د ثمرخېلو بندر مسوول حضرت الله نيازی وايي، دا کار ځکه کوي چې دوی يوه افغانۍ په لاس کې نه لري چې بېرته يې موټر چلوونکي ته ورکړي.

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس بيا وايي، که پر هره پارچه مهر، لاسليک او نېټه نه وي نو دا غير قانوني کار دی او که هر مامور پر دې کړنه ونيول شي، له قانوني چلند سره مخ شي.

د ثمرخېلو بندر عوايد څومره دي او چېرته ځي؟

پژواک خبري اژانس ته د ننګرهار د ترانسپورټ ادارې له لوري د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ، تېر ۱۳۹۸ کال کې د ثمرخېلو دروازې له لارې ۱۹۷زره او ۲۱۸موټر تللي وو چې ۴۸ميليونه، ۱۶۵زره او ۱۷۵ افغانۍ عوايد راټول شوي او د افغانستان بانک له لارې په۸۵۵۳۰ نمبر حساب کې د دولت خزانې ته تحويل شوي دي.

په دغو موټرو کې مسافر وړونکي او بار وړونکي دواړه شامل دي چې له هر يوه څخه يې په بېلابېلو اندازو پيسې اخيستل کېږي خو پارچې ټولو ته له قانوني مراحلو پرته ورکول کېږي.

پژواک ته په ختيځ کې د افغانستان بانک يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط وويل، ۸۵۵۳۰ نمبر بانکي حساب د دولت د ټولو عوايدو لپاره دی او دوی ته نه جوتېږي چې کومې ادارې څومره پيسې تحويل کړې دي.

له جلال اباد ښاره د تلونکو موټر چلوونکو شکايتونه:

له جلال اباد ښاره هره ورځ سلګونه هغه موټر ولسوالیو ته تګ راتګ کوي چې له پنځو تر اتو تنو مسافر لیږدوي.

موټر چلوونکي ادعا لري چې د تورخم جلال اباد پر لویه لاره د ثمرخېلو په سیمه کې له دوی په هره پېره کې ۳۰ افغانۍ اخیستل کېږي خو په پارچه کې یوازې۱۰ افغانۍ په کمپیوټري بڼه لیکل شوې دي.

دوی وایي، نه پوهېږي چې یادې پيسې چیرته ځي ځکه چې وېشونکې پارچه مهر، لاسلیک، نېټه او د اړوند موټر نمبر پلېټ په کې نه دي لیکل شوي.

دېرش کلن رییس خان چې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره له اتو کلونو راهیسې سراچه موټر چلوي. نوموړي پژواک ته وويل، هره ورځ دوه یا درې ځلې بټي کوټ ولسوالۍ ته مسافرین لېږدوي چې د ثمرخېلو په سیمه کې د ترانسپورټ کارمندان ورڅخه په زور یادې پېسې اخلي.

یوه بل ټکسي چلوونکي نصرت الله پژواک ته وويل:”که کومه ورځ د پارچې څخه د تېښتې هڅه وکړم نو د ترانسپورټ کارمندان لرګي په لاس د موټر ښیښې راماتوي او پر ما هم ګذارونه کوي، که نږدې هم ځم مجبور یم همدا پارچه واخلم او که هرې ولسوالۍ ته لاړ شم بیا هم د یادې پارچې مستحق یم، بايد ۳۰ افغانۍ ورکړم.”

د پژواک ټېم د ثمرخېلو له بندره په پټه څارنه وکړه چې په پایله کې یې ډېر نوي څه وموندل.

د شنبې په ورځ چې په جلال اباد کې د څارویو پلور بازار وي، دغلته په زرګونه څاروي د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کېږي چې بیا ولسوالیو ته انتقالېږي چې د ثمرخېلو په بندر کې له هر هغه موټره ۵۰ افغانۍ اخیستل کېږي چې څاروي یې بار کړي وي، خو پارچه نه ورکول کېږي.

د پژواک خبریال له بندره په څو مترۍ کې تم شو څو ټول حال احوال له نږدې ننداره کړي چې د درېيو ساعتونو په لړ کې یې۳۷ هغه موټر وشمېرل چې یواځې څاروي یې لېږدول چې له هر موټره یې پنځوس افغانۍ اخیستل کېدې.

که دا د شپږو ساعتونو محاسبه شي نو ۷۴ موټرونه کېږي، لږ تر لږه د يوې ورځ ۳۷۰۰ افغانۍ چې د مياشتې د څلورو ورځو ۱۴زره ۸۰۰ افغانۍ او د کال ۱۷۷زره او ۶۰۰ افغانۍ له دې لارې هم دغه بندر کې له خلکو غير قانوني اخېستل کېږي او شخصي جېبونو ته ځي.

د څارویو یو سوداګر چې باچا نومېږي او اووه کاله کېږي په دغه چاره اخته دی پژواک ته وویل هره اوونۍ له جلال اباده څاروي مارکو ته لېږدوي چې د ثمرخېلو بندر کې ترې ۵۰ افغانۍ پرته له پارچې اخلي.

د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم د بندرونو په برخه کې د فساد موجوديت تاييدوي او وايي، ډېرو موټر چلوونکو ته له لاسليک، مهر او نورو مشخصاتو پرته په شخصي ډول پارچې ورکول کېږي.

دی وايي، د پارچو يوه کاپي د بندر له مامورينو سره پاتې کېږي او بيا په کې هغه پيسې ليکل کېږي چې د ټاکل مسير اصلي پيسې وي او نورې په خپلو منځو کې تقسيموي.

د ترانسپورټ ادارې غبرګون:

د ترانسپورټ ځایي مسوولین وایي چې د تورخم دروازې له تړل کېدا سره سم په دغې لویه لاره د موټرو ګڼه ګوڼه نږدې دوه برابره ښکته شوې چې د دوی په عوایدو کې هم د پام وړ کمښت راغلی.

د ثمرخېلو د ترانسپورټ مسؤل حضرت الله نیازی وایي چې اوس هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ موټر سيمو ته ځي چې دوی له هر موټر څخه ۲۹ افغانۍ اخلي.

نوموړی وایي:”هر تېز رفتار موټر چې مسافر لیږدوي مکلف دی چې ۲۹ افغانۍ پارچه واخلي چې لس افغانۍ د مالي وزارت ته ځي او ۱۹ افغانۍ د ترانسپورټ کمیشن دی چې هره میاشت یې بانک ته تحویلوو چې د ۱۳۲۱۶ باب کې د ترانسپورټ وزارت ته تحویلیږي چې اویز یې په لاس لرو.”

هغه دا خبره رد کړه چې ګواکې دوی دې په پارچه باندې لاسليک نه کوي او يا دې هم د موټر مسير نه معلوموي؛ خو وايي، په پارچه باندې مهر لګول په ټول افغانستان کې نشته.

نیازی په دې هم اعتراف کوي، چې یوه پارچه درې کاپیانې لري چې اصلي هغه یې موټر چلوونکي ته ورکول کېږي، دويمه کاپي یې د ترانسپورټ ریاست او درېیمه یې له دوی سره په دفتر کې پاتې کېږي.

د ننګرهار د ترانسپورټ رییس خان وزیر ځاځی وایي چې د هرې پارچې په مقابل کې موټر چلوونکی باید ۲۹ افغانۍ اړوند بندر ته ورکړي، خو له موټر چلوونکو پوره دېرش افغانۍ اخیستل کېږي.

هغه د یوې افغانۍ په اړه چې د چا جېب ته ځي؟ وویل:”یوه افغانۍ اصلاً هېڅ ارزښت نه لري او نه هم موټر چلوونکي د یوې افغانۍ غوښتونکي دي، په قانون کې هم د يوې افغانۍ محاسبه نشته.”

خو که دقیقه محاسبه وشي او د تېر کال د موټرو ارقامو ته وکتل شي نو ښکاره ده چې د ثمرخېلو بندر کارکوونکو له دې لارې ۱۹۷زره او ۲۱۸ افغانۍ خپلو جېبونو کې اچولې؛ ځکه په ۱۳۹۸ کال کې همدومره شمېر موټر له دغه بندره تللي او پارچې يې اخیستې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم له پژواک سره خبرو کې ومنله چې په بندرونو کې فساد شته خو وايي، دا چاره دوه طرفه ده چې موټر چلوونکو هم ورته زمينه برابره کړې ده.

د هغه په وینا، له لاسليک، مهر او نورو مشخصاتو پرته د پارچې ورکړه غير قانوني عمل دی چې دوی به يې د مخنيوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د افغانستان د خواریکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې (اخمسا) مشر ډاکتر محمد لياقت عادل وايي، د هېواد د نورو سکتورونو په شمول د ترانسپورټ په سکتور کې هم ستونزې او فساد ډېر دى.

هغه پژواک ته وويل، هېوادوال لېوالتيا لري چې دولت ته ټکس او محصول د قانون په چوکاټ کې ورکړي، خو دا چې په ادارو کې ستونزې او فساد شته، نو دوى زړه نه ښه کوي.

عادل هم وايي چې په ډېرى ادارو کې له هېوادوالو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي چې بيا دغه پيسې شخصي جېبونو ته ځي او په چارو کې شفافيت نه تر سترګو کېږي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.