ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د طالبانو بريد پر مهال شپږ کسان وژل شوي

اروزګان کې د طالبانو بريد پر مهال شپږ کسان وژل شوي

author avatar
17 Sep 2020 - 15:01
اروزګان کې د طالبانو بريد پر مهال شپږ کسان وژل شوي
author avatar
17 Sep 2020 - 15:01

ترينکوټ  (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : ځايي چاروکي وايي چې د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د ګيزاب ولسوال عبدالبصير خادم د وږي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د مرکز امنيتي کمربند مات کړ او د خلکو د کورونو ساحې ته ننوتل.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو په يوه کور کې ښځه او خاوند له دوو زامنو سره وژلي دي.

نوموړي وويل چې په يوه بل کور کې يې يو بزګر او يو تن امنيتي سرتېرى وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.