د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان او ناټو چارواکو د لغمان ولايت امنيتي حالت وارزاوه

افغان او ناټو چارواکو د لغمان ولايت امنيتي حالت وارزاوه

Sep 17, 2020 - 18:54

جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرست وزيران او په افغانستان کې د ناټو قوماندان لغمان ته د سفر پر مهال ددغه ولايت امنيتي حالت وارزاوه .

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د وږي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړماموريت قوماندان جنرال سکاټ مېلر نن غرمه دغه ولايت ته سفر کړ.

هغه زياته کړه، چې د لغمان ولایت امنیتي حالت ارزونې سربېره ددې ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه ګډه ناسته وکړه او ددغه ولایت د مرکز او ولسوالیو امنیتي حالت ارزونه يې وکړه.

د لغمان والي رحمت الله یارمل د ملي دفاع، کورنیو چارو او د غوڅ ملاتړ له قوماندان څخه د مننې سربېره ددې ولایت ملکي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د ملي دفاع وزیر ستر جنر اسدالله خالد له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لغمان ته یې د سفر موخه ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو د امنیتي حالت ارزونې سربېره د وروستیو امنیتي اقدماتو او ددې ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره د لا چمتوالي خبرې وې.

هغه زياته کړه، په قطر کې د سولې روانو خبرو ته تمه لري چې تاوتریخوالی به کم او اوربند ته لاره هواره شي او د افغان حکومت اساسي غوښتنه هم د اوربند کول دي.

د ملي دفاع وزیر ډاډ ورکړ چې د لغمان د مرکز او ولسوالیو په کچه به امنیتي ساحه لا پرخه او ددښمن د هر ډول شومو موخو مخنیوی به وکړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل، چې لغمان ته یې د سفر موخه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره یوځای ددې ولایت امنیتي ارزونه وه چې پرمهال یې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

هغه زياته کړه ، د لغمان له والي رحمت الله یارمل سره د زابل ولایت څخه د دوستۍ ښې اړیکې لري او نن یې ورسره د سولې، امنیت او د افغان ځواوکونو لا تقویه او نورو اړوندو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.

سکاټ مېلر وويل، چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې روانې خبرې له نږدې څاري او تمه ده چې ښه پایله ولري.

نوموړي افغان ځواکونه د سیمې په کچه قوي ځواک یاد کړ چې کولای شي د خپلې خاورې او خلکو ښه ساتنه وکړي او نړیواله ټولنه ورسره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې همکاره ده.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د مهترلام ښار لا ډاډمن امنیت په موخه د پولیسو د حوزو کارونه نهایي شوي او ژر به يې عملاً کارونه پیل کړي.

نوموړي وویل، د لغمان پولیسو ته یې هدایت کړی چې د ښار امنیت سربېره د ولسوالیو امنیت او امنیتي کمبربندونو پراخوالي ته هڅې جدي کړي.

د کورنیو چارو وزیر د لغمان پولیسو لا تجهیز او د هر اړخیزې پاملرنې ډاډ ورکړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan