جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په درېيو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په بريدونو او نښتو کې لسګونو سرتېرو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د خلکو له کورونو څخه په حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسواليو کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې بريدونو کې د پاڅونوالو، پوليسو او سرتېرو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
خوږياڼي وويل چې په ځوابي بريدونو کې ٢٩ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ٢٠ تنه يې ټپيان دي.
دى وايي چې په وژل شويو مخالفينو کې د هغوى د سرې قطعې غړي، قوماندانان او بهرنيان شامل دي.
د والي وياند وويل چې سيمو ته تازه دمي ځواکونه لېږل شوي او اوس هلته وضعيت کنټرول دى.
ده له خلکو وغوښتل چې په خپلو سيمو کې وسله والو مخالفينو ته ځاى ور نه کړي او له امنيتي ځواکونو سره همکاره واوسي.
د حصارک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي خوشحال په خپل فيسبوک کې ليکلي، چې په بيګانيو بريدونو کې يې د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
خو هغه دا نه دي ويلي چې وژل شوي کسان عام وګړي وو، که په امنيتي ځواکونو يې دندې درلودلې.
حکومتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ته دا درنه مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې ده، چې په قطر کې د دولتي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن