د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له نظارت خونې يو انسان تښتونکی تښتېدلی

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له نظارت خونې يو انسان تښتونکی تښتېدلی

Sep 17, 2020 - 16:56

جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۹۹): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له نظارت خونې هغه کس تښتېدلی چې د يو ماشوم د تښتولو هڅه يې کوله، دغه کس هغه مهال د ماشوم د کورنۍ د غړو له خوا نيول شوى او پوليسو ته سپارل شوى و.

مسولين که څه هم وايي، چې په دغه قضيه کې درې امنيتي منسوبين څارنوالۍ ته ور پېژندلي خو خلک وايي، دوی ته خپل مجرم په کار دی چې بايد قانوني سزا ورکړل شي.

د تښتولو د هڅې دغه قضيه د وږي په مياشتې ۱۶مه رامنځته شوې وه، هغه مهال چې ۱۴ کلن سبحان الله له کوره بهر سودا راوړلو پسې تللی و او يو شخص يې د تښتولو هڅه کړې وه.

د بټي کوټ ولسوالۍ د دامان د کلي اوسېدونکی حاجي غالب پژواک اژانس ته وويل، يو شخص چې دده د زوی د تښتولو هڅه يې کوله او دوی نيولی و، وروسته يې د ولسوالۍ پوليسو ته تسليم کړی و، خو اختطاف کوونکی د ولسوالۍ له نظارت خانې تښتېدلی دی.

هغه زياته کړه: ((اختطافچي د همدې ولسوالۍ د بل کلي اوسېدونکى دی، کله چې مې زوى سودا راوړله، نو لاره يې ورته نيولې وه او ورته يې ويلي و چې پلار دې درته غږ کوي، خو زوی مې ورته ويلي چې پلار مې کور کې دی، بيا يې له لاسه نيولی يو سل متره يې چې کش کړی هغه ترې ځان خلاص کړی، بيا يې نيولی بيا زما وروڼو او نورو زامنو ته خبر ورغلی، هغوی راغلي او اختطافچي يې نيولی و.))

د نوموړي په وينا، وروسته دوی نيول شوی شخص د ولسوالۍ مقام ته تسليم کړ، هغوى امنيه قوماندانۍ ته راجع او تر ماښام يې د تښتوونکي د تسليمۍ کار خلاص شو.

حاجي غالب وايي، کله چې دی له خپل زوی سره د بلې ورځې په سهار قوماندانۍ ته ولاړ نو هلته خبر شول چې نيول شوى شخص د نظارت خانې قفل مات کړی او تښتېدلی دی.

ده زياته کړه تر دې وړاندې هم ورته ۱۱ ځلې ګواښونه شوي و او ټول موضوعات يې له ولسوالۍ سره هم شريک کړي، خو اقدام نه دی شوی.

د حاجي غالب زوی سبحان الله وايي، دوه ځلې يې هڅه وکړه چې له تښتونکي ځان وژغوري، خو هغه به بيا نيولو چې اخر يې خپلوان ورورسېدل او دی يې ترې وژغوره.

هغه زياته کړه، په دغه موده کې دوه ځلې بې هوښه شوی هم دی.

ذبيح الله چې د بټي کوت په حفيظ کوټي بازار کې د خياطۍ دوکان لري او د ولسوالۍ دېوال شريک دی وايي، اختطاف کوونکی د ولسوالۍ له يو لوړ ديوال څخه د دوی باغچې ته را اوښتی او بيا تښتېدلی دی.

هغه زياته کړه: ((د سهار اته بجې وې، زه دوکان کې وم، کور نه زنګ راغی چې زموږ په باغچې له ولسوالۍ يو کس وتښتېده، کله چې زه لاړم د ولسوالۍ په ديوال اغزن تار دی، په هغه باندې يوه بړستن پرته وه او غل پرې راوښتی و. نو که ولسوالۍ داخل کې ورسره څوک لاس ونه لري هيڅ امکان نشته چې څوک له ولسوالۍ وتښتي.))

خو د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند پژواک سره خبرو کې د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، چې قضيه کې ښکېل درې امنيتي منسوبين څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي چې يو يې هم امنيه قوماندان دی.

هغه زياته کړه : ((دا چې سړی ما ته وسپارل شو، ما په قانوني ډول قوماندانۍ ته سپارلی، دا چې هغوی نه تښتېدلی، دوه درې کسان په کې بنديان دي او پلټنې ترې روانې دي. ))

د ولسوال په وينا، دوى چاته اجازه نه ورکوي چې يو سړی دې خلک ونيسي او بيا دې له قوماندانۍ څخه وتښتي .))

خو د سبحان الله کورنۍ وايي، دوی ته د قوماندان بدلون ارزښت نه لري او د خپل مطلوب شخص د بيا نيول کېدو غوښتنه کوي.

حاجي غالب وايي، تښتېدلی شخص ورته اوس نور ګواښونه هم کوي او دوی به تر هغه وخته دا قضيه څاري چې مجرم ونه نيول شي او قانوني سزا ونه ګوري.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي او مدني فعالان بيا دا چاره د امنيتي ادارو او د ولسوالۍ د چارواکو بې غوري او کم ظرفيتي يادوي او په لويه کچه يې د څېړلو غوښتنه کوي.

د بټي کوټ ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر صفت الله نصرت وويل، ولسوالۍ بايد بېرته تښتېدلی شخص پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري او که دا کار ونه کړي نو دوی به په پراخو لاريونونو پيل وکړي او د جلال اباد – تورخم لويه لاره به خپله سيمه کې د خلکو پر مخ وتړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan