ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا بحران له امله د کندهار ښاروالۍ سږ کال یوازې ۴۰ سلنه عواید راټول کړي

د کرونا بحران له امله د کندهار ښاروالۍ سږ کال یوازې ۴۰ سلنه عواید راټول کړي

author avatar
17 Sep 2020 - 13:33
د کرونا بحران له امله د کندهار ښاروالۍ سږ کال یوازې ۴۰ سلنه عواید راټول کړي
author avatar
17 Sep 2020 - 13:33

کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۹): د کندهار ښاروال وايي، د کرونا بحران له امله سږ کال تر دې مهاله یوازې ۴۰ سلنه عواید راټول شوي دي.

د کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د کرونا بحران له امله د خلکو اقتصاد اغېزمن شوی چې دغه وضعت د کندهار ښاروالۍ د عوایدو راټولولو چاره هم ټکنۍ کړې ده.

دی وايي، په داسې حال کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال درېیمه ربعه په خلاصېدو ده، تر دې مهاله یې ۲۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د کندهار ښاروالۍ د ټولیزو عوایدو ۴۰ سلنه جوړوي.

د ده په خبره، د کرونا ناروغۍ خپرېدو له امله د کرنتین په موده کې ښاریانو له ملکیتونو استفاده نه کوله او ډېر شمېر خو یې غوښتنه لري چې کرایې ورته وبخښل شي.

هغه وویل، د خلکو دغه غوښتنه له مرکزي ادارې سره شریکه شوې خو په دې اړه لا هم پرېکنده تصمیم نه دی نیول شوی.

حيات زیاتوي، دغه وضعیت لامل شوی چې کم عواید ترلاسه شي او له امله یې د دوی پرمختیايي چارې هم ټکنۍ شي.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار ښار د ۹ او ۱۲ ناحیو اوسېدونکو ته د ملکیتونو د سندونو د وېش د پلان یادونه وکړه چې سږ کال باید پلی شوی وای، خو داسې و نه شول.

د ده په خبره، د یادو شوو ناحیو اوسېدونکو باید د خپلو ملکیتونو د سندونو د تر لاسه کولو په موخه د هر متر مربع ځمکې پر سر ۸۶ افغانۍ ښاروالۍ ته تحویل کړي، خو د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او دغه چاره ځنډېدلې ده.

ښاروال د خپلو خبرو په دوام وویل چې له ستونزو سربېره په روان کال کې د کندهار ښاروالۍ په عوایدو په ښار کې ۱۸ بیارغنیزې پروژې روانې دي چې په کې د سړکونو، استنادي دېوالونو، پلونو، پلیو لارو جوړولو پروژې شاملې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.