ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نادري: پر طرزالعمل موافقې ته نږدې يو، پر اجنډا هم خبرې پيلوو

نادري: پر طرزالعمل موافقې ته نږدې يو، پر اجنډا هم خبرې پيلوو

author avatar
17 Sep 2020 - 16:08
نادري: پر طرزالعمل موافقې ته نږدې يو، پر اجنډا هم خبرې پيلوو
author avatar
17 Sep 2020 - 16:08

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : د افغانستان د ولت د مذاکراتي ټيم غړى او وياند نادر نادري وايي چې له طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل موافقې ته نږدې شوي دي.

هغه د وږي په ٢٧مه، رسنيو ته په يوه استول شوي غږيز پيغام کې ويلي چې پرون يې له طالبانو سره پر داخلي طرز العمل بيا ناسته وکړه.

هغه زياته کړه، په دې خبرو کې د راتلونکو ناستو د داخلي طرز العمل پر ډېرو مواردو موافقه شوې او ٩٠ سلنه پرمختګ شوى دى.

دى وايي، په دې خبرو کې ډېر لږ نور دقت پکار دى، څو بحثونه وشي، پر قواعدو خبرې وشي.

نادري وايي چې دا  تخنيکي موضوعات دي، د سرعت پر ځاى پر کيفيت کار روان دى څو توازن او تعادل موجود وي او ټول ابعاد چې ممکن دي د مذاکراتو پر مهال پرې خبرې کېږي، پرې توافق وشي.

د هغه په وينا، پر طرز العمل تر موافقې وروسته به دواړه لوري پر اجنډا خبرې اترې پيل کړي.

که څه هم د روانې اوونۍ په پيل کې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل رسمي مراسم ترسره  او ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې په ورځ رسمي مذاکرات پيل شي، خو له تېرو څلورو ورځو راهيسې دواړه لوري پر طرز العمل موافقې ته نه دي رسيدلي.

يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې پر دوو مهمو موضوعاتو ددواړو لوريو ترمنځ اختلافات شته او هڅه کېږي چې دا هم هوار شي.

خو يادې سرچينې دا موضوعات په ډاګه نه کړل.

تېره ورځ طالبانو هم خبر ورکړ ى و، چې دوی د طرز العمل ډېره برخه نهايي کړې، يواځې لږ برخه يې پاتې ده چې پر هغې به په راتلوونکې ناسته کې بحث وشي.

تر دې مخکې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکيم ويلي و، چې اړونده خواوې د مذاکراتو په جريان کې بايد له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

هغه زياته کړې وه، چې د مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره بايد شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته پرېښودل  شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.