ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ٣٠ ميليونو ته ورسېده

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ٣٠ ميليونو ته ورسېده

author avatar
17 Sep 2020 - 17:40
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ٣٠ ميليونو ته ورسېده
author avatar
17 Sep 2020 - 17:40

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٣٠ ميليونو څخه اوښتى چې نږدې ٢٢ ميليونه يې بېرته ښه شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا نهه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين او ګڼ شمېر اروپايي او اسيايي هېوادونو کې کنټرول شوې، خو په امريکا، هند او برازيل کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٣٠ ميليونو کسانو اوښتى دى.

دغې سرچينې زیاته کړې چې تر اوسه څه کم ٢٢ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او تر ٩٤٥ زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ څخه  مړه شوي دي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

يادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږ ميليونه او ٨٢٠ زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي.

دغه راز په امریکا کې ٢٠٠ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته هندوستان له کرونا ډېر ځپ شوى دى، څه دپاسه پنځه ميليونه کسان پرې اخته او  ٨٣ زره کسان مړه شوي دي.

برازيل په نړۍ کې درييم هېواد دى چې له کرونا ډير ځپل شوى دى، هلته په ٤ ميليونه او ٤٤٠ زره کسان پر کرونا اخته او ١٣٤ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، پيرو، کولمبيا، مسکيکو، سويلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين ،چيلي برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٨٥٠٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤٣٢ کسان مړه او تر ٣٢ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.