ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۵ مثبت پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۵ مثبت پېښې ثبت شوې دي

author avatar
18 Sep 2020 - 15:21
افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۵ مثبت پېښې ثبت شوې دي
author avatar
18 Sep 2020 - 15:21

کابل (پژواک، ۲۸ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي او پر دغې ناروغۍ اخته یوتن مړ شوى دى.  

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ۲۵ مثبتې پېښې له هغو ۲۴۰ شکمنو پېښو څخه مثبت ثابتې شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ازمایل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تازه ثبت شویو مثبت پېښو کې ۱۴ په کندوز، پنځه په کابل، څلور په بدخشان او دوه په سمنګان ولايت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټولیزه توګه افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د ثبت شویو پېښو شمېر ۳۸۸۹۷ ته رسېدلی او له دې ډلې ۱۴۳۷ تنه مړه شوي او ۳۲۵۷۶ نور روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د څه موده مخکې یوې سروې له مخې، افغانستان کې شاوخوا لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

یاد وزارت وایي که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان شته چې هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر دېرش میلیونه اوښتی او تر اوسه له دې ډلې ۹۴۰ زره کسان مړه شوي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.