ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسشمر په فرمان تذکره کې د مور نوم لیکل الزامي شول

د ولسشمر په فرمان تذکره کې د مور نوم لیکل الزامي شول

author avatar
18 Sep 2020 - 14:33
د ولسشمر په فرمان تذکره کې د مور نوم لیکل الزامي شول
author avatar
18 Sep 2020 - 14:33

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۹۹): د افغانستان ولسمشر، د فرمان په صادرولو سره د احوالو د ثبت قانون تعدیل شوې طرحه، چې له مخې یې تذکره کې د مور نوم هم باید ولیکل شي، توشیح کړ. 

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه فرمان تر صادرولو وروسته، په رسمي ډول د مور نوم په تذکره کې لیکل کیږي.

تر اوسه د افغانستان د تابعیت په تذکرو کې د تذکره اخستونکي نوم او د هغه د پلار او بابا نومونه لیکل کېدل.

 د افغانستان کابینې د قوانینو کمېټې، د روانې (وږي) میاشتې په یوولسمه د احوالو د ثبت قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه، چې په تذکره کې د مور د نوم لیکل هم په کې شامل دي، تصویب کړه، خو تر اوسه دغه طرحه د تایید لپاره ملي شورا ته نه ده لېږدول شوې.

 دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ښځو د ټولنیزو شبکو له لارې د «نوم مې چېرته دی» کمپاین پر لاره اچولی و او په تذکره کې یې د مور د نوم لیکلو غوښتنه کوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.