ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رباني: د سولې روان بهیر او ورته ټاکل شوی پلاوی «ناقص» دی

رباني: د سولې روان بهیر او ورته ټاکل شوی پلاوی «ناقص» دی

author avatar
18 Sep 2020 - 15:51
رباني: د سولې روان بهیر او ورته ټاکل شوی پلاوی «ناقص» دی
author avatar
18 Sep 2020 - 15:51

کابل(پژواک، ۲۸وږی۹۹):د برهان الدین رباني د یادغونډې ګډونوالو د سولې خبرو بریا ته هیله مندي وښوده، خو د جمعیت اسلامي ګوند مشر د سولې پر اوسني بهیر نیوکې وکړې ویې ویل چې د تل پاتې سولې لپاره باید ټول افغان لوري د سولې خبرو کې شریک کړل شي.   

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغانان باید تېر په هېر وبولي، پر کوچنیو مسایلو اختلاف ونه کړي او د سولې له اوسني فرصت څخه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند بنسټ اېښودونکی او د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په ٢٩ مه، د يوه ځانمرګي له خوا چې ويل کېدل د طالبانو د سولې پيغام راوړونکى دى، د کابل ښار په وزيرمحمد اکبرخان مېنه کې په خپل کور ووژل شو.   

ملي امنيت او د کورنيو چارو وزارت له دې برید وروسته اعلان وکړ چې ځانمرګى بريدګر پاکستانی وګړى و او د دې بريد پلان هم په کوېټه کې جوړ شوی و.

نن د هغه د نهم تلین یادغونډه کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په دغه غونډه کې وویل چې رباني د سولې په لاره کې قرباني شو  

هغه زياته کړه، افغانان بايد متحد او یو موټي شي ترڅو د سولې په خبرو کې هغه څه تر لاسه کړي چې دوی يې غواړي.

دی وايي:"د افغانستان له هر ګوټ څخه د سولې غږ پورته کيږي او هر با شرفه وګړی سوله غواړي، د سولې مخالف کسان، له شرافت څخه خالي جسمونه دي."

صالح زياتوي، افغانان هغه ډول سوله غواړي چې د افغانستان هويت او شته لاسته راوړنې په کې ساتل شوي وي.

هغه وايي:"موږ لرغوني هويت لرو، زموږ هويت ۲۵ کلن نه دی؛ او هغه هويت هم نه دی چې د اکوړې له مدرسې راوتي وي، په هر حال، زموږ هویت بايد وساتل شي."

دی وايي، سوله راځي او بايد راشي، که وسله وال مخالفين سل کاله هم جګړه وکړي بيا به هم تر يو چتر لاندې د سولې خبرو ته کينې، نو ښه ده چې سوله وشي او د افغان وژنې دې لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په نننۍ غونډه کې خبرې وکړې، وویل چې برهان الدين رباني، حليم او عليم شخصيت و. دی وایي:"استاد رباني ويل چې په هر قېمت د سولې ټينګښت ته ژمن دی ان که د ده د وينو او عزت په بيه هم تمام شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.