د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوحه کې د سولې خبرو د طرزالعمل له دوو اختلافي مادو پر يوه هوکړه وشوه

دوحه کې د سولې خبرو د طرزالعمل له دوو اختلافي مادو پر يوه هوکړه وشوه

Sep 18, 2020 - 16:35

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : يوه باوري سرچينه وايي چې د دولت او طالبانو ترمنځ د راتلونکو ناستو د داخلي طرزالعمل له هغو دوو اختلافي مادو څخه په يوه بله هم توافق وشو چې د دواړو لوریو ترمنځ پرې اختلاف شتون درلود.  

تېره ورځ يوې سرچينې پژواک ته ويلي و چې د داخلي غونډو د طرزالعمل په دوو مادو د دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ اختلاف دى او دغه اختلاف د اجنډا او د سولې په اصلي موضوعاتو د بحث مخه نيولې ده. يادې سرچينې د دغو دوو اختلافي مادو په اړه نور جزييات ورنه کړل او ویې نه ویل چې دغه مادې د کومو مسایلو په اړه دي.

خو نن (جمعه) په قطر کې يوې باوري سرچينې د پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادو دوو اختلافي مادو څخه يوه حل شوې او دواړه لوري یې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

سرچينې د جزییاتو له ورکولو پرته زياته کړه چې اوس د طرز العمل یوازې يوه ماده پاتې ده چې دواړه لوري پرې اختلاف لري او «په دې اړه بحث يو څه متفاوت دى.»

سرچينې وایي، هرکله چې دغه يوه پاتې اختلافي مادې په اړه اختلاف حل شي، بیا د سولې د خبرو پر اجنډا بحث پیل شي. 

تېره ورځ د دولت د مذاکراتي ټيم غړي او وياند نادر نادري پژواک ته ويلي و چې له طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل موافقې ته نږدې شوي دي.

هغه ویلي و چې په دې خبرو کې د راتلونکو ناستو د داخلي طرزالعمل پر ډېرو مواردو موافقه شوې او ٩٠ سلنه پرمختګ شوى.   

د نادري په خبره،  دا تخنيکي موضوعات دي، د سرعت پر ځاى پر کيفيت کار روان دى، څو توازن او تعادل موجود وي او ټول ابعاد چې ممکن دي د مذاکراتو پر مهال پرې خبرې کېږي، تر څو توافق پرې وشي.

هغه هم ويلي و چې پر طرزالعمل تر هوکړې وروسته به دواړه لوري پر اجنډا خبرې پيل کړي.

تېره ورځ طالبانو هم خبر ورکړى و، چې دوی د طرزالعمل ډېره برخه وروستۍ کړې او پر پاتې برخه به یې په راتلونکې ناسته کې بحث وشي.  

د افغانانو تر منځ د سولې خبرو پرانستونکې ناسته تېره اونۍ تر سره شوه او  ټاکل شوې وه، چې د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ رسمي مذاکرات پيل شي، خو تر اوسه د خبرو طرزالعمل نه دی وروستی شوی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan