د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

رباني: د سولې روان بهیر او ورته ټاکل شوی پلاوی «ناقص» دی

رباني: د سولې روان بهیر او ورته ټاکل شوی پلاوی «ناقص» دی

Sep 18, 2020 - 15:51

کابل(پژواک، ۲۸وږی۹۹):د برهان الدین رباني د یادغونډې ګډونوالو د سولې خبرو بریا ته هیله مندي وښوده، خو د جمعیت اسلامي ګوند مشر د سولې پر اوسني بهیر نیوکې وکړې ویې ویل چې د تل پاتې سولې لپاره باید ټول افغان لوري د سولې خبرو کې شریک کړل شي.   

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغانان باید تېر په هېر وبولي، پر کوچنیو مسایلو اختلاف ونه کړي او د سولې له اوسني فرصت څخه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند بنسټ اېښودونکی او د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په ٢٩ مه، د يوه ځانمرګي له خوا چې ويل کېدل د طالبانو د سولې پيغام راوړونکى دى، د کابل ښار په وزيرمحمد اکبرخان مېنه کې په خپل کور ووژل شو.   

ملي امنيت او د کورنيو چارو وزارت له دې برید وروسته اعلان وکړ چې ځانمرګى بريدګر پاکستانی وګړى و او د دې بريد پلان هم په کوېټه کې جوړ شوی و.

نن د هغه د نهم تلین یادغونډه کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په دغه غونډه کې وویل چې رباني د سولې په لاره کې قرباني شو  

هغه زياته کړه، افغانان بايد متحد او یو موټي شي ترڅو د سولې په خبرو کې هغه څه تر لاسه کړي چې دوی يې غواړي.

دی وايي:"د افغانستان له هر ګوټ څخه د سولې غږ پورته کيږي او هر با شرفه وګړی سوله غواړي، د سولې مخالف کسان، له شرافت څخه خالي جسمونه دي."

صالح زياتوي، افغانان هغه ډول سوله غواړي چې د افغانستان هويت او شته لاسته راوړنې په کې ساتل شوي وي.

هغه وايي:"موږ لرغوني هويت لرو، زموږ هويت ۲۵ کلن نه دی؛ او هغه هويت هم نه دی چې د اکوړې له مدرسې راوتي وي، په هر حال، زموږ هویت بايد وساتل شي."

دی وايي، سوله راځي او بايد راشي، که وسله وال مخالفين سل کاله هم جګړه وکړي بيا به هم تر يو چتر لاندې د سولې خبرو ته کينې، نو ښه ده چې سوله وشي او د افغان وژنې دې لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په نننۍ غونډه کې خبرې وکړې، وویل چې برهان الدين رباني، حليم او عليم شخصيت و. دی وایي:"استاد رباني ويل چې په هر قېمت د سولې ټينګښت ته ژمن دی ان که د ده د وينو او عزت په بيه هم تمام شي."

هغه هم وويل چې ټول افغانان سوله غواړي او په دې هيله دي چې په هېواد کې د وژنو دې لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق هم د استاد رباني د  کارنامو يادونه وکړه او ويې ویل چې هغه د جهاد له مخکښو مشرانو څخه و او هېڅ وخت یې د نفاق او تعصب پلوي نه کوله.

ده په دوحه کې د سولې د خبرو روان بهير يو فرصت وباله او زياته يې کړه چې د جګړې ښکېلې ډلې بايد د سولې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او له کوچنیو اختلافونو لاس پر سر شي.

محقق وايي:"دا چې د سولې د خبرو لپاره زمينه برابره شوې، مذاکره کوونکي دې له خپلو شخصي برداشتونو ډډه وکړي، په يو کوچنۍ کلمه دې اختلاف نه کوي، او د داسې سولې د ټينګښت لپاره د کار وکړي چې له مخې يې کورنۍ ستونزې حل او له بهرنيو سره اړيکې په سم ډول تنظيم شي."

د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشيد دوستم هم په نننۍ غونډې ته په استولي شوي پيغام کې رباني څو بُعدي شخصيت یاد کړی او ويلي یې دي چې رباني د جهاد له مخکښانو څخه و.   

دوستم  په پیغام کې طالبانو غوښتي چې د سولې له په لاس راغلي فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.

هغه وایي:"دا چې پخوا څه شوي له هغو به سره تېر شو، افغانان باعزته سوله غواړي، زموږ هيله داده چې په هېواد کې سوله ټينګه شي او که څوک سوله نه غواړي بيا موږ تيار یو چې مقابله يې وکړو."

  دوستم د صلاح الدين رباني تر مشرۍ لاندې د جمعيت له ګوند څخه خپل ملاتړ اعلان وکړ او ويې چې له دې ګوند سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني او د برهان الدین رباني زوی هم د خپل پلار کارنامې یادې کړې او ویې ویل چې دغه ګوند په پوره توان په هېواد کې د سولې له ټينګښت څخه ملاتړ کوي او د سولې غوښتونکي دي.

دی زياتوي:"دا چې جمعیت اسلامي د سولې د ټينګښت پلوی دی، ښه بېلګه يې داده چې د دې ګوند رهبر شهيد استاد د سولې په لار کې قرباني شو او د سولې دروغجن قاصد ته یې غېږه خلاصه کړه."

خو هغه د سولې پر پلاوي او پروسې نیوکې وکړې، ويې ويل چې د سولې روان بهیر او ورته ټاکل شوی پلاوی «ناقص» دي.

ده وویل چې د سولې له خبرو باید هېڅوک بهر پاتې نه شي؛ ځکه چې که ټولو ته ونډه ورنه کړل شي، نو په هېواد کې به د سولې ټينګښت تلپاتې نه وي او له ګڼو ستونزو سره به مل وي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan