ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیس: سمنګان کې ١٨ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پولیس: سمنګان کې ١٨ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Sep 2020 - 13:51
پولیس: سمنګان کې ١٨ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Sep 2020 - 13:51

ایبک (پژواک، ۲۸ وږى ۹۹): د سمنګان امنيه قومانداني وايي چې ددغه ولايت په دره صوف پايين ولسوالۍ کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د سيمې يو اوسېدونکی وايي چې په دې جګړه کې درې طالبان وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالمنیر رحیمي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دره صوف پايين ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريد وکړ.

د نوموړي په خبره، چې دغه بريد د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ او په ترڅ کې يې ١٣ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، چې د وژل شويو وسله والو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او ټپيان يې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

ده زياته کړه چې له وسله والو طالبانو يوشمېر وسلې هم ترلاسه شوې دي.

د رحيمي په خبره ، چې طالبانو د دره صوف بازار يوشمېر هټۍ هم سوځولې دي او په دې نښته کې يو امنيتي سرتېرى ټپي شوى دى.

د یادې ولسوالۍ د مرکز یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي د ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید د شپې له لسو تر تر څلورو بجو دوام درلود او طالبان د ولسوالۍ د ودانۍ دوه سوه مترۍ ته رسېدلي وو.

د هغه په وینا، په دغه جګړه کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي او د دواړو لوریو په نښته کې د ولسوالۍ په بازار کې اته هټۍ سوځېدلي دي.  

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.