ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

author avatar
19 Sep 2020 - 13:54
افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
author avatar
19 Sep 2020 - 13:54

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس ٢٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ٢٢ پېښې له هغو ٩٥ شکمنو پېښو مثبتې ثابتې شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ازمایل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٧ په بلخ، درې په ننګرهار او دوه په کونړ ولايتونو کې ثبت دي.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټولیزه توګه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د ثبت شوو پېښو شمېر ۳۸۹۱۹  ته رسېدلی او له دې ډلې ١٤٣٧ کسان مړه شوي او ۳۲۵۷۶ نور روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د څه موده مخکې یوې سروې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

یاد وزارت وایي، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان شته چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر دېرش میلیونه اوښتی او تر اوسه له دې ډلې ۹۴۰ زره کسان مړه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.