کندوز (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): د افغانستان او تاجکستان د درېيو سرحدي ولايتونو واليانو پر دوه اخيزو مسايلو ګډه غونډه کړې ده.
د کندوز ولايت مقام له خوا د وږي په ٢٩مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د کندوز له والي عبدالستار میرزکوال سره د تخار او بدخشان والیانو هم ملتیا کوي.
سرچينې زياته کړې، د کندوز والي عبدالستار میرزکوال ويلي چې دغه ولايت له تاجکستان سره اوږده ګډه پوله لري او دوى هڅه کوي چې له یاد هېواد سره د ښو اړیکو پر بنسټ پرګډه پوله اوسېدونکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.
د میرزکوال په وینا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټ، پانګونې، ترانزیټ او پر ګډه پوله د امنیت ټينګښت د دوى د لیدنې اصلي او اساسي موخه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر هم تېره اوونۍ تاجکستان ته تللى و او يو شمېر تړونونه يې لاسليک کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن