ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو ښځو ادعا: د امرالله صالح موټرو ته د امنیت نیوونکو کسانو له خوا ووهل شوو

د دوو ښځو ادعا: د امرالله صالح موټرو ته د امنیت نیوونکو کسانو له خوا ووهل شوو

author avatar
19 Sep 2020 - 15:20
د دوو ښځو ادعا: د امرالله صالح موټرو ته د امنیت نیوونکو کسانو له خوا ووهل شوو
author avatar
19 Sep 2020 - 15:20

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): یوه ښځه ادعا کوي چې دا او خور یې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د ساتونکو له خوا، هغه مهال چې د نوموړي موټرو تېرېدو لپاره د کابل ښار انصاري څلورلاره خط سیر (امنیتي تدابیر) وه، وهل او ډبول شوې دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر یادې څرګندونې بې بنسټه بولي، خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې تړاو دوه پولیس نیول شوي او هغه کس هم پېژندل شوی چې یادې ښځې یې ډبولې دي.

په یوه ویډیو کې چې تېره ورځ (جمعه) پژواک ته په لاس ورغلې، ښکاري، یو کس چې شخصي جامې یې پر تن دي، په داسې حال کې پر دوو ښځو ګوزارونه کوي چې یوې خوا ته یې دوه د ساتونکو پلنګي جامو لرونکي کسان او بلې خوا ته یې دوه پولیس ولاړ دي.

په ویډیو کې ښکاري چې پولیس د ښځو ډبولو پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښيي، خو دوه ساتونکي چې پلنګي نظامي جامې لري، هڅه کوي د هغه کس مخه ونیسي چې پر ښځو ګوزارونه کوي.

له یادو دوو ښځو چې سره خویندې هم دي، یوې یې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله، نن (د وږي ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل ښار د شهرنو سیمې اړوند د انصارې څلورلارې په «دویم یا درېیم سړک» کې «د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح لپاره خط سیر نیول شوی و» او لاره د خلکو پر مخ تړلې وه.

هغې زیاته کړه: «لاره تړلې وه، موږ شاوخوا ۱۵ دقیقې ولاړې وو، ترڅنګ مو په یوه بل موټر کې دوې، درې ښځې او یو سپین ږیری سړی و او د خط سیر امنیتي کسانو ته یې عذرونه کول چې خیر ده موږ ته اجازه راکړه، موږ ناروغ لرو چې روغتون ته یې ورسوو، هغوی (امنیتي کسانو) ورته وویل، ته څوک یې؟ دلته د امرالله صالح لپاره خط سیر دی او ته راغلې یې موږ ته قانون راښیې، څو چې خط سیر نه یې خلاص شوی، مړ کېږي که ژوندی کېږي، همدلته صبر وکړه.»

دې زیاته کړه چې په دې وخت کې یې خور له موټره ښکته شوه او غوښتل یې چې له امنیتي کسانو سره په دې تړاو خبرې وکړي، څو د ناروغ لېږدوونکي موټر ته د تګ اجازه ورکړي.

هغې زیاته کړه: «خور مې ورته وویل چې نورو موټرو ته اجازه مه ورکوئ، خو دغه یوه موټر ته چې ناروغ لري اجازه ورکړئ، ترڅو خپل ناروغ روغتون ته ورسوي، په دې وخت کې د خط سیر امنیتي کسانو چټیاټو ویلو ته شروع وکړه، اول مې یې پر خور او بیا یې په موږ دواړو (خویندو) وارونه وکړل.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي که څه هم ویل کیږي چې یاده ویډیو پخوانۍ ده، خو وزارت یې په اړه پلټنې پیل کړي او کله یې چې معلومات بشپړ شول، له خلکو او رسنیو سره به یې شریک کړي.

سرچینه زیاتوي چې په دې تړاو دوه پولیس نیول شوي او هغه کس هم پېژندل شوی چې پر یادو ښځو یې ګوزارونه کړي دي.

خو د ولسمشر د لومړي معاونیت د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد د یادې ویډیو او ښځې د څرګندونو په اړه وایي: «دا ادعا دومره بې اساسه ده چې هېڅ د عکس العمل وړ نه ده.»

هغه په دې اړه نورې څرګندونې ونه کړې.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.