ګردېز (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال نن سهار د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د پکتيا والي محمد حليم فدايي د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار وخته شاوخوا پنځه بجې د ګردېز ښار د بلند منزلو په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا پر مرستيال ايوب غروال وسله والو په داسې حال کې بريد کړى چې هغه پوهنتون ته پر لاره و.
فدايي وايي چې په دغه بريد کې هغه لومړى سخت ټپي و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
والي وويل چې د قتل د عاملينو معلومولو او تعقيب په موخه پوليسو هڅې پيل کړې دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن