ښرنه (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): د پکتیکا چارواکي وایي چې د دغه ولایت د یحیي خېل ولسوالۍ اړوند سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د امنیت امر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د پکتیکا د پوليسو د ځانګړي قطعې قوماندان سمونمل خانزاده کاروان ادعا کوي چې نن ورځ يې ديحيې خېلو ولسوالي اړوند په اته خونه سيمه کې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ده زیاته کړه چې د نښتې پر مهال د پکتيکا د امنيت امر اصف توخي وژل شوی او خپله هم سر سري ژوبل شوی خو وايي چې له لومړنۍ درملنې ورسته بېرته دندې ته ستون شو.
د پکتیکا ولايتي شورا يوه غړي هم د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته وویل چې په دې نښته کې د امنیت امر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان سمونمل خانزاده کاروان په ګډون څو نور کسان ژوبل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په جګړه کې د امنيت امر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او د هغوی څو ټانکونه يې پر ماينونو له منځه وړي خو خپل لوري ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
د يادونې ده، تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات رسنيو ته په واک کې نه دي ورکړل شوي ځکه چې هوايي عمليات هم شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن