جلال اباد (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بودیزم دورې اړوند ٢٥٠٠ کاله پخوانى زندان موندل شوى دى.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس رحيم الله خوږياڼى وايي چې د سره رود ولسوالۍ په سبز اباد سيمه کې د دوى د رياست اړوند لرغون پېژندونکو د کيندنو پر مهال د نورو اثارو ترڅنګ يو داسې زندان موندلی چې شاوخوا ۲۵۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی او په نظامي چارو کې ترې کار اخیستل کېده.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه زندان په يو ژوره ساحه کې جوړ شوی چې دروازې نه لري او د ځانګړي جوړښت له مخې يې چارې ترسره شوې دي.
د خوږياڼي په وينا، همدا راز له دغه زندان څخه د خټينو لوښو ټوټې هم ترلاسه شوې دي.
دى وايي، له ياد زندان سره په خوا کې د ۱۳ مترو په اوږدوالي او د څلور مترو په پراخوالي يوه خونه هم موندل شوې ده چې په درېیو دورو کې په کې د رغونې چارې ترسره شوې دي.
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د اطلاعاتو فرهنګ ادارې د لرغون پېژندونکو له لوري په ياده سيمه کې ۱۶۰ قلمه تاريخي اثار موندل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن