ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند کولو غږ وکړ

ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند کولو غږ وکړ

author avatar
19 Sep 2020 - 11:27
ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند کولو غږ وکړ
author avatar
19 Sep 2020 - 11:27

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني د پکتيا ولايتي شورا د مرستيال وژل غندلي او د دې ډول پېښو د مخنيوي په موخه يې يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند غږ کړى دى.

د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال نن سهار پنځه بجې د دغه ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا په داسې حال کې وژل شوی چې پوهنتون ته روان و.

له ارګه د وږي په ٢٩مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د دغه ترهګريز برید د سخت غندلو پر مهال اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه کړې ده.

ولسمشر په ټینګار سره ویلي، د ترهګرو او جنایتکارو پر وړاندې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري.

هغه د هېوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او ترهګريزو بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی، یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د  افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني.  

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.