ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د واده پر موټر چاودنه کې د ناوې په ګډون ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیکا کې د واده پر موټر چاودنه کې د ناوې په ګډون ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Sep 2020 - 21:49
پکتیکا کې د واده پر موټر چاودنه کې د ناوې په ګډون ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Sep 2020 - 21:49

ښرنه (پژواک، ۲۹ وږی ۹۹) : د پکتیکا ولایت به جاني خیل ولسوالۍ کې د واده پر موټر د چاودنې له امله شل تنه ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه د یادې ولسوالۍ د هستې په سیمه کې د کوچیانو واده پر یوه ټیکټر موټر شوې وه.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلود، خو د ولایتي شورا غړی افسر خان سلیمان خېل وایي، چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي چې په ټپیانو کې ناوې هم شامله ده.

دی وایي چې د پنځو ټپیانو روغتیاي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې نن تر غرمې وروسته په پکتیکا او بلخ ولایتونوکې د طالبانو لخوا په چاودنو کې ۱۵ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وسله  والو  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.