د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تحقیق: جواد عثماني له افغانستانه مالیزیا ته د۵۰۰۰ ټنه خشخاشو د ناقانونه جواز په ورکړه کې لاس لري

تحقیق: جواد عثماني له افغانستانه مالیزیا ته د۵۰۰۰ ټنه خشخاشو د ناقانونه جواز په ورکړه کې لاس لري

Sep 19, 2020 - 16:39

کابل(پژواک، ۲۹وږی ۹۹): د نشه یي توکو د تنظیم کمېټې، چې د عامه روغتیا وزارت ته راپور ورکوونکې ده، له افغانستان څخه مالیزیا ته د ۵۰۰۰ ټنه خشخاشو د لېږد اجازه ورکړې او د عامې روغتیا وزیر د دغې کمېټې د دارالانشا امره چې د یادې اجازې له ورکړې سره مخالفه وه، له دندې تبدیل کړې ده.

په لاس راغلي معلومات ښیي، چې د عامې روغتیا وزارت د اړوندې یادې کمېټې د دارالانشاء امریت، د یادې اجازې له ورکړې مخکې، دغه کار د ۱۹۶۱ له کنوانسیون او بین المللي پرېکړه لیکونو سره په ټکر کې بللی و. 

د یادې کمېټې د دارالانشاء امره راضیه نظري له یادې چارې سره تر مخالفت وروسته له خپلې دندې تبدیل شوې او د ابراهیم شېرزاد خوږیاڼی لمیټډ شرکت مشر چې مالیزیا ته د خشخاشو د لېږد جواز یې تر لاسه کړی، وایي چې جمهوري ریاست دغه جواز تعلیق کړی او موضوع څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې ده.

د عامې روغتیا وزارت یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي:«د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د کمېټې د کړنو د څېړلو امر وکړ، یوه پلاوي د یادې کمېټې په کړنو کې متعدد نقایص وموندل، او د پلاوي له راپور سره سم، سرپرست وزیر د کمېټې د لغو کولو حکم ورکړ. وروسته راضیه نظري خپلې ټولې اندېښنې [ د خشخاشو د صادرولو په اړه د کمېټې د پرېکړې لغوه کول او د ملی قوانینو او بین المللي کنوانسیونونو خلاف کړنې] د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته د یورسمي وړاندیز له لارې وړاندي کړې؛ خو وزیر د دغه وړاندیز په ځواب کې د حکم له صادرولو ډډه وکړه.»

سرچینه زیاتوي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست، وروسته له هغه چې راضیه مالیزیا ته د خشخاشو لیږد د ۱۹۶۱ کنوانسیون خلاف بولي، لغوه شوې کمېټه بېرته فعاله کوي او د راضیې د تبدیلۍ په اړه د لغوه شوې کمېټې د یو غړي وړاندیز منظوروي او د راضیې پر ځای د جوازونو د صادرولو عمومی مدیر میرفریداحمد د کمېټې د دارالانشا د سرپرست په توګه پر دنده ګومارل کیږي. 

د هغه په وینا، که څه هم د نشه یي توکو د تنظیم کمېټې د دارالانشاء امریت د نویو درېیو تنو د تعیین غوښتونکی شو، خو احمد جواد عثماني دکمېټې د ټولو غړیود بدلولو حکم کړی او راضیه نظري د وزارت مقام ته په یو وړاندیز کې لیکلي چې له قانون سره سم هر غړی د څلورو کلونو لپاره پر دنده ګومارل کیږي. خو سرچینه وایي چې سرپرست وزير دغه وړاندیز ته هم پام نه دی کړی.

د یوه وړاندیز کاپي چې پژواک تر لاسه کړې، ښیي چې د نشه یی توکو د تنظیم کمېټې د دارالانشا امریت، د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۲۹ مه د عامې روغتیا وزارت مقام ته لیکلي چې د ابراهیم شېرزاد خوږیاني لمیټډ له نشه یی توکو سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د کب په درېیمه د یوه مکتوب له لارې د نشه یی توکو د تنظیم له کمېټې غوښتي چې مالیزیا ته د ۵۰۰۰ ټنه خشخاشو اجازه پاڼه ورکړي.   

سرچینه لیکي:«له دې امله چې د خشخاشو دانه د ۱۹۶۱ کنوانسیون په دوه ویشتم فصل کې منعه شوې، د نشه یي توکو د تنظیم کمېټې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ د ۱۷ مې پرېکړې له مخې، موضوع د نشه یي توکو د کنټرول نړیوال بورډ (INCB) سرهد موافقې لپاره د ایمیل له لارې شریکه کړه، خو له دې امله چې افغانستان د خشخاشو د قانوني کښت اجازه نه لري او دغه ماده له ناقانونه منبع تر لاسه کیږي، یاد شوي بورډ په دې اړه موافقه ونه کړه او په دې اړه یې د نشه یي توکو د کمېسیون(CND) پرېکړه لیکونه هم رالېږلي دي.»

د يادې کمېټې دارالانشاء، په دې اړه د هدايت غوښتنې تر څنګ، له نشه يي توکيو سره د مبارزې قانون (۴) فقره هم په ليک کې ذکر کړې ده. په ياده فقره کې راغلي:«د هغو نړیوالو کنوانسیونونو او پروتوکولونو له احکامو سره د دې مادې د (دریمې) فقرې د تناقص په صورت کې د هغو کنوانسیونونو او پروتوکولونو احکامو ته ترجیح ورکول کیږي چې د افغانستان دولت هم ورسره ملحق شوی دی.»

خو د يوسند کاپي ښيي چې د نشه يي توکيو او مسکراتو د تنظيم کميټه چې ـ د عامې روغتیا وزارت، له نشه يي توکيو سره د مبارزې وزارت، عدليې وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ماليې وزارت ګمرکات، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکيو او مسکراتو سره د مبارزې معينيت له سلاکارانو جوړه شوې ـ د ۱۳۹۹ د وږي په درېيمه د «ابراهيم شېرزاد خوګياني لمېټډ» ته اجازه ورکړې چې پنځه زره ټُنه خشخاش د افغانستان د تورخم او سپين بولدک د ګمرکونو له لارې ماليزيا ته صادر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو وزارت د امنيتي او سرحدي چارو د همکاريو رياست د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکيو د تنظيم کمېټې د يادې اجازې له صدور دوې ورځې وروسته (د روان کال د وږي په پنځمه) ليکلي چې د اتریش – ويانا کې د افغانستان دايمي استازولي او سفارت ياد وزارت ته د يو مکتوب له مخې د نشه يي توکيو د کنټرول نړيوال بورډ (INCB) ایمیل لېږلی دی.

سرچينه ليکي:«په ياد شوي برېښناليک کې، ياد شوي بورډ د غيرقانوني کښت او خشخاشو د تخم د سوداګرۍ په اړه خپلې اندېښنې ښودلي دي او له غړيو هېوادونو يې غوښتي چې د غيرقانوني کښت او خشخاشو د تخم له سوداګرۍ ډډه وکړي. ياد بورډ د ځينو هغو مهمو پرېکړه لیکونو لينکونه له ياد وزارت سره شريک کړي چې له مخې یې د خشخاشو د تخم سوداګري او ناقانونه کښت منعه شوی دی.»

دغه راز، د نشه يي توکيو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې قانون د دويمې مادې پر بنسټ د خشخاشو، بنګ دانې، کوکا او نورو هغو بوټو چې نشه يي توکيو ترې جوړیږي، د کښت او لېږد مخنیوی د ياد قانون له موخو څخه ښودل شوي او ياد قانون د يوولسمې مادې د لومړې فقرې پر بنسټ، خشخاش د هغو ممنوعه بوټو او نشه یی توکیو په لومړۍ شمېره جدول (۱) کې شامل دی چې طبابت کې ګټه نه ورنه اخيستل کيږي.

دغه راز د ياد قانون په ۳۳ ماده کې راغلي چې د خشخاشو د تخم ... لېږد او په تړاو يې ټول فعاليتونه جرم دی، مرتکب يې د قانون د حکمونو په رڼا کې مجازات شي.

دغه راز د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې قانون د ۱۲ مادې څلورمه فقره بيانوي:« که چېرې د هغو کنوانسیونونو او نړيوالو پروتوکولونو حکمونه چې افغانستان ورسره ملحق شوی د يادې مادې د دریمې فقرې له حکمونو سره په نتاقض کې وي نو د کنوانسيونونو او پروتوکولو حکمونو ته ترجيح ورکول کيږي.»

د عامې روغتيا يوې باوري سرچينې چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي پروسیجر داسې دی،  کله چې يو هېواد تر کنټرول لاندې موادو د صدور جواز د طبابت او یا صنعت په موخه صادروي، تر دې وړاندې بايد د ياد شويو موادو سهميه د نشه يي توکيو د کنټرول نړيوال بورډ له لارې تعيين او بايد د سهميه بندي شويو هېوادونو په نوملړ کې شامله شوې وي، خو افغانستان د خشخاشو د صدور لپاره له دې کار څخه ګټه نه ده اخيستې.

دغه راز، د هغه په وينا، د پروسيجر له مخې، کله چې سهمیه هم شتون ولري، هغه هېواد  چې دغو توکیو لکه د خشخاشو تخم ته اړتیا لري لومړی بايد د تورید جواز له دپيلوماتيکو لارو ترلاسه شوي وي، خو د یادو ۵۰۰۰ ټُنه خشخاشو د لیږد په اړه له مالیزیا څخه جواز نه دی تر لاسه شوی.

سرچينه ماليزيا ته د خشخاشو د لېږد اجازې په اړه د نشه يي توکو د تنظيم کمېټې د دارلانشا مخالفت ته په اشاره وايي:(( د کمېټې ياد شوي څلور غړي(دوه تنه له عامې روغتيا وزارت، يوتن د ماليې وزارت له ګمرکونو څخه او يوتن له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت څخه) په دې خاطر چې د دارالانشا د کمېټې امرې راضيې نظري له دغه کار سره مخالفت کړى،د هېواد د نافذه قوانينو او د ادارې اصولو خلاف د عامې روغتيا وزارت يې د تبديلۍ وړانديز کړى او عامې روغتيا وزارت هم ياد وړانديز منلى دى.))  د ياد وړانديز په پاى کې  چې يوه کاپي يې  پژواک اژانس ترلاسه کړې ، د يادې کمېټې رييس ډاکټر بشيراحمد سروري لاسليک کړى دى.

ياده سرچينه وايي: (( ماليزيا ته د خشخاشو لېږد په بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت ته د زياتوستونزو د پيدا کېدواو ددغه هېواد ابرو ته زيات زيان رسوي، که ددې اندازې خشخاشو د لېږد مخه ونه نيول شي نو له ١٩٦١کنوانسيون څخه د سرغړونې له امله به د نشه يي توکو د نړيوال بورډ   (INCB)  له لوري افغانستان ته ستر زيانورسيږي.

خو له دې سره هم د نشه يي توکو د تنظيم کمېټې د ١٣٩٩کال د وږي په ٣مه د بېلابېلو مکتوبونو له لارې د بهرنیو چارو وزارت د امنيتي او سرحدي همکاريورياست،د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت، د ماليې وزارت دګمرکونو معينيت، د سوداګرۍ وزارت د کشمشو، ميوه جاتو او سبزيجاتو  د صادراتو او پراختيا ادارې اوابراهيم شېرزاد خوږياڼي لمټيډ ته د ٥٠٠٠ ټنه خشخاشو په اړه ليکلي دي : ((  له دې ليک سره پيوسته د ابراهيم شېرزاد خوږياڼي شرکت لميټډ يوه پاڼه اجازليک NAR14-0001 د ١٣٩٩کال د ٨-٤نېټه ٨٤ګڼه مکتوب په اساس د سوداګرۍ وزارت د کشمش، ميوه جاتو او سبزيجاتو د صادراتو د پراختيا ادارې او د نشه يي توکو د تنظيم کمېټې د پرېکړې په اساس د ورستيو اجرااتو په موخه تاسو ته ولېږل شو، مخکې له همکارۍ څخه مو مننه .))

هغه، ياد پورته مکتوب ته په اشاره وايي، دا کمېټه عامې روغتيا وزارت ته ګزارش ورکوونکې ده او په عامې روغتيا وزارت کې د کاري مخينې په اساس يو ټيټ رتبه مامور نه شي کولى چې په خپل لاسليک په موضوع کې دخيلو وزارتونو ته مکتوب ولېږي، مخکې دغه ډول مکتوبونه د وزير او يا معين په لاسليک لېږل کېدل.

ياده معتبره سرچينه وايي:« له رسمي ځواب استولو وروسته [د بهرنیو چارو وزارت له لارې هغه ځواب چې د نشه يي توکو د کنټرول نړيوال بورډ(INCB) وایي مالیزیا ته باید خشخاش ونه لیږدول شي] که په دغه موضوع کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني دخيل نه واى، ژر به یې لیکلي و چې عاجل دې د مکتوبونو کار ودروي او يا يې هم باید لیکلي وی چې د (INCB) پرېکړې سره سم اجراات وشي، له دې ټولو سره سره بيا هم وزير اقدام نه دی کړی.»

د ابراهیم شېرزاد خوږياڼي لميټډ شرکت رييس، ابراهیم شیرزاد د جزيياتو له ورکړې پرته وويل: "زما قضيه ځنډول شوې، ولسمشر امر ورکړى چې وځنډول شي او موضوع يې څارنوالۍ ته لېږلې، څارنوالان د موضوع په اروزنه بوخت دي او څېړنې جريان لري."

پژواک، د نشه يي توکو د تنظيم ادارې له لوري ياد شرکت ته د ٥٠٠٠ ټنه خشخاشو د لېږد د اجازې موضوع له عامې روغتيا وزارت سره  شريکه کړه، خو ددغه وزارت د مطبوعاتو غړي نورالله تره کي وويل چې په دې اړه دې په ياده کمېټه کې له شاملو وزارتونو وپوښتل شي.

د عدليې وزارت وياند امان ریاضت وويل :"په دې اړه معلومات نه لرم، کولى شئ د کمېټې له نورو غړو سره خبرې وکړئ."

د کورنيو چارو، سوداګرۍ او ماليې وزارت وايي چې د معلوماتو راټولو وروسته به ياد معلومات د پژواک په اختيار کې ورکړي.

د ولسمشر د وياند دفتر وايي:"د ابراهيم لمېټډ له خوا د پنځه زره ټنو د خشخاشو د صادرېدو موضوع ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلې، او د نورو څېړنو په موخه لويې څارنوالۍ ته لېږل شوې، تاسو د اړوندې موضوع د څرنګوالي په اړه له لويې څارنوالۍ سره په اړيکه کې شئ او پوښتنې مو له هغې ادارې سره شريکې کړئ."

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له لويې څارنوالۍ سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan