د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حضرت علي: په دره نور ولسوالۍ کې به په خپل ټول توان د طالبان د فعاليت مخه ونيسو

حضرت علي: په دره نور ولسوالۍ کې به په خپل ټول توان د طالبان د فعاليت مخه ونيسو

Sep 19, 2020 - 16:09

جلال اباد ((پژواک، ۲۹ وږی ۹۹): د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکو او د ولسي جرګې غړو د يوې غونډې پر مهال اندېښنه شريکه کړه چې وسله وال طالبان د سولې د خبرو د دوام ترڅنګ د نوو ځايونو د نيولو په هڅه کې دي.

دوی وايي، تازه او د لومړي ځل لپاره يو شمېر طالبانو د دغه ولايت په دره نور ولسوالۍ کې تحرکات پیل ګړي چې ځايي خلک يې اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي په دې غونډه کې طالبانو ته ګواښ وکړ، که د دوی په سيمه، دره نور کې يې وسله وال فعاليت او تخريبي کړنې وکړې نو د پشه يي قوم له کلک غبرګون سره به مخ شي.

د ننګرهار دغه قومي مشران، مدني فعالان او د پشه يي قوم اړوند مشران او ځوانان د وږي په ۲۹مه جلال اباد ښار کې راټول شوي وو او په دره نور کې يې د امنیت خرابوالي په اړه اندېښنه شريکه کړه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي وايي، تازه د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ لرو پرتو سيمو کې وسله وال طالبان ليدل شوي او ځايي خلک يې اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړه، دا ولسوالۍ کلونه په امن کې پاتې شوې ده خو که اوس يې طالبان د نيولو هڅه کوي نو دوی به نه يوازې دا چې په دې ولسوالۍ کې به اجازه ورنه کړي، نورو ولسواليو کې به يې هم وسله وال فعاليتونه وربند کړي.

دی وايي: ((زه طالبانو ته وايم، که په موږ مو کار ولاره، زه به مخکې يم، قوم به راپسې وي، له دره نور دې هم باسم، همداسې درپسې درځو په يو ځای کې مو هم نه پرېږدو.))

حاجي حضرت علي وايي، لکه څنګه چې جګړه پر افغانانو تپل شوې، همداسې به پرې سوله هم وتپل شي او دا اندېښنه يې هم شريکه کړه چې وسله وال طالبان د سولې د خبرو د دوام ترڅنګ د نوو سيمو د نيولو په هڅه کې دي.

نوموړي دغه راز د خپلې سيمې د امنيت خونديتوب په موخه د سيمه ييزې اردو او يا هم د سيمه ييزو پوليسو د منظورېدو غوښتنه هم وکړه چې په خبره يې له يوې خوا به ځوانانو ته کار پيدا شي او له بل پلوه به د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي.

په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو اندېښنه شريکه کړه چې حکومت د نورو قومونو په پرتله دغه قوم ته حقونه او په حکومت کې ونډه نه ورکوي.

د دره نور ولسوالۍ قومي مشر اصف الله وويل، حکومت د نورو قومونو په پرتله پشه يي قوم ته چې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې نفوس لري، ونډه نه ده ورکړې چې حتی د يو وزارت د معينيت تر کچې هم پشه يي پر دنده نه ليدل کېږي.

په غونډه کې ګډونوالو د دره نور د امنيت خونديتوب په موخه حکومت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ خو غوښتنه یې دا وه چې بايد ولسي امنيت ساتونکو ته د قانون په چوکاټ کې ځای ورکړل شي.

د دره نور ولسوال هجرت ګرديوال چې دې غونډه کې برخه وال و، د دره نور د امنيت په ټينګښت کې يې د دغې ولسوالۍ د خلکو د همکارۍ مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د دوی غوښتنې به له ولايت مقام سره شريکې کړي.

هغه زياته کړه، په ولسوالۍ کې د وسله والو د تحرکاتو خبره د اندېښنې وړ ده او دا موضوع د ننګرهار له نظامي شورا سره شريکه شوې ده.

دوی دا اندېښنې داسې مهال شريکوي چې په دې وروستيو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د قطر په بلازمېنه دوحه کې بين الافغاني خبرې اترې پيل شوې او هيله مندي زياته شوې چې دا ځل به د حکومت دا مخالفه ډله سولې ته غاړه ږدي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan