ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: طالبان نور له جګړې ستړي شوي دي

ټرمپ: طالبان نور له جګړې ستړي شوي دي

author avatar
19 Sep 2020 - 16:16
ټرمپ: طالبان نور له جګړې ستړي شوي دي
author avatar
19 Sep 2020 - 16:16

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي چې طالبان له جګړو ستړي شوي او امريکا ورسره ښه معامله روانه کړې ده.

د امريکا غږ د راپور له مخې، ټرمپ پرون د جمعې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته ويلي چې افغان طالبان کلک او هوښیار خلک دي.

ټرمپ زياته کړې: "موږ له طالبانو سره ښه معامله کوو، دوی ډېر کلک او هوښیار دي، دوی ډېر ګړندي دي، تاسو پوهئږئ چې له تېرو ۱۹ کلونو جنګ دی، هغوی هم له جګړې ستړي شوي دي. "

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر هم ډېر ژر څه کم او څلور زرو ته به راټیټ شي.

بلخوا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار مک ماسټر ویلي چې ټرمپ له طالبانو سره لاس یو کړی او د نوموړي سیاست یې د افغان حکومت پر ضد بللی دی.

په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه چې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، ولسمشر ټرمپ یې د پای ته رسولو هڅې زیاتې کړې دي.

د ټرمپ په مشرۍ حکومت کې د لومړي ځل لپاره د یادې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې چې د روان ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون هم لاسلیک شوو.

په یاد تړون کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل، د طالب بندیانو ازادول، له افغان خاورې څخه بیا امریکا او متحدینو ته یې ګواښ نه پېښېدل او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل شامل و.

که څه هم دواړو لورو څو ځلې یو او بل د دوحې له موافقې پر سرغړونې تورن کړل، خو بېرته یې د یادې موافقې پر عملي کولو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کده چې تېره اوونۍ په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.