ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوریا له افغانستان سره د کرونا د تشخیص په موخه د سلګونو کیټونو مرسته وکړه

کوریا له افغانستان سره د کرونا د تشخیص په موخه د سلګونو کیټونو مرسته وکړه

author avatar
19 Sep 2020 - 18:32
کوریا له افغانستان سره د کرونا د تشخیص په موخه د سلګونو کیټونو مرسته وکړه
author avatar
19 Sep 2020 - 18:32

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۹۹) کوريا حکومت د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره د کرونا ويروس د تشخیص په موخه د اته سوه کيټونو مرسته وکړه.

د عامې روغتيا وزير جواد عثماني نن د دغو مرستو تسليمولو په مراسمو کې وویل چې مرسته شوي اته سوه کيټونه د کرونا ويروس د تشخيص په موخه ورکړل شوي دي.

هغه وویل چې د عامې روغتیا له وزارت سره د مرستو د پر ځای استفادې او لګولو لپاره یوه رڼه پروسه ترتیب شوې څو معلومه شي چې مرسته شوي توکي چېرته او په کومه طریقه پر نورو روغتونونو وېشل کېږي.

ده وویل، کوریا هېواد تل د افغانستان له روغتیایي برخې سره مرستې کړې دي او زیاته یې کړه چې دا مرستې پر داسې مهال کې کېږي چې افغانستان ورته زیاته اړتیا لري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د کوريا سفير ري ژا هيونګ هم  وويل چې د کوريا حکومت او خلکو د افغانستان په شمول له نورو هېوادونو سره هم له کرونا سره د مبارزې لپاره مرستې کړې او دغه لړۍ ته به دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه، د کوريا خلک پر دې پوهېږي چې افغانان له جنګه او نورو ورته بدمرغیو رنځېږي نو اړينه ده چې مرسته ورسره وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.