ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت : په شپږومياشتو کې ٤٧٧٦ ماينونه کشف او شنډ شوي

دفاع وزارت : په شپږومياشتو کې ٤٧٧٦ ماينونه کشف او شنډ شوي

author avatar
20 Sep 2020 - 10:57
دفاع وزارت : په شپږومياشتو کې ٤٧٧٦ ماينونه کشف او شنډ شوي
author avatar
20 Sep 2020 - 10:57

کابل  (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملي اردو ځواکونو ٤٧٧٦ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

د ياد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد ماينونه د وسله والو طالبانو له لوري د خلکو د اوسېدو ځايونو، تګ را تګ او د یو شمېر ولایتونو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو.

سرچينې زياته کړې چې دا ماينونه  دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو کشف او د انجنيرۍ ډلو له خوا شنډ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ويلي، طالبان د لویو لارو په اوږدو کې له چاودېدونکو توکو څخه په ګټه اخيستنې تل هېوادوالو ته زیان رسوي، دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه ځان خطر ته ورکوي، ترڅو دا ماینونه کشف او شنډ کړي چې د هېوادوالو ژوند خوندي شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو او ماینونو په شنډولو سره له ملکي وګړو سربېره، په یو شمېر ولایتونو کې، عمومي لارې، څلور لارې او د هېواد زیربناوې سختې زیانمنې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت ويلي چې ددغو ماينونو له شنډولو سره د زرګونو بېګناه هېوادوالو ژوند ژغورل شوی او د سلګونه کیلومتره لارو، پلونو او پولګوټو د زیان او ویجاړۍ مخه نیول شوې ده.

سرچينې زياته کړې، په داسې حال که چې له ماینونو څخه ګټه اخيستنه د ټولو جنګي او بشري قوانینو خلاف کړنه ده، د بشر حقونو بنسټونه دا کړنه جنګي جنایت ګڼي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.