ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان دولت او طالبانو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ پرون ناسته نه ده شوې

د افغان دولت او طالبانو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ پرون ناسته نه ده شوې

author avatar
20 Sep 2020 - 12:15
د افغان دولت او طالبانو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ پرون ناسته نه ده شوې
author avatar
20 Sep 2020 - 12:15

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : تر يوې ورځې وقفې وروسته هم د افغانستان د دولت او طالبانو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ پرون ناسته ونه شوه.

د سولې په چارو کې ددولت وزارت وياندې ناجيه انوري د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جمعې ورځې تر رخصتۍ وروسته پرون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټيم ترمنځ ناسته وشوه.

مېرمن انوري وايي چې په دغې ناسته کې پر طرزالعمل باندې خبرې وشوې او ددې لپاره چې ډېر دقت وشي، دا بحثونه به روان وي.

يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه چې پرون ددولت او طالبانو د تماس غړو ترمنځ ناسته وشي، خو ددواړو خواوو دداخلي مشورو له امله دا ناسته ونه شوه.

د سرچينې په وينا، ټاکل شوې ده چې د طالبانو او دولتي پلاوو ترمنځ نن يکشنبه د ورځې په اوږدو کې ناسته وشي.

تر دې مخکې ويل شوي وچې د داخلي غونډو د طرزالعمل په دوو مادو د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ اختلاف دى او دغه اختلاف د اجنډا او د سولې په اصلي موضوعاتو د بحث مخه نيولې ده.

خو دوه ورځې مخکې يوې سرچينې پژواک ته ويلي و، چې له يادو دوو اختلافي مادو څخه يوه حل شوې او دواړه لوري يې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي، خو په دې اړه يې جزييات ورنه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.