کابل (پژواک، ٣٠ سنبله ٩٩): د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې په لومړي ځل د څرخي پله مرکزي زندان د بنديانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو د کچې د تثبیتولو بهیر پیل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زندانیانو د اصلاح او بیا روزنې ارزښت ته په کتو، د هېواد په زندانونو کې د ښوونې او کسب زده کولو زمينې برابرولو په موخه یې دغه بهیر پيل کړی دى.
د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بهیر یې د لومړي ځل لپاره د يوې ارزونې په ترڅ کې د مخامخ مرکو او له وړاندې تیارو شویو پوښتن پاڼو له مخې، د څرخي پله مرکزي زندان د بندیانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو د کچې تثبیتولو لپاره پيل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ياد بهیر موخه د بندیانو د سواد کچې تثبیتول، د هنري، حرفوي او ورزشي مهارتونو، محبوسينو او محجوزينو ته د سواد زده کړې، اسلامي، اساسي او ثانوي، لوړو او نيمه لوړو زده کړو د پروګرامونو پرمخ وړلو لپاره په شرایطو برابرو کسانو پېژندل دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رئیس عثماني په دې اړه د جوړ شوي محفل په ترڅ کې د خبرو پرمهال وویل: " بندیانو ته د حرفوي مهارتونو او سواد زده کړې د مقررې له ۵مې مادې سره سم، هغو شمېر بنديانو چې په زندان کې د کسب زده کړې په يو کلن يا د سواد زده کړې په دوه کلنو پروګرامونو کې برخه اخيستې او د فراغت تصديق پاڼې يې ترلاسه کړې وي او همداراز هغه زندانيان چې په خپله خوښه لږ ترلږه ١۵ نورو بندیانو ته د دوه کلونو په موده کې سواد او یا حرفوي مهارتونه ورزده کوي، يو کال مجازات به يې معاف او کم شي".
د يادونې ده چې د زندانونو چارو د سمون اداره په پام کې لري، څو د هېواد په ټولو زندانونو کې د بنديانو د زده کړې کچې تثبیتولو بهیر تر بشپړېدو او په دې اړوند له پایلو ترلاسه کېدو ورورسته، د خپل درې کلن ستراتېژیک پلان سره په همغږۍ په زندانونو کې ښوونیز او حرفوي پروګرامونه په عملي توګه پیل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن