مزارشريف ( پژواک، ۳۰وږی ۹۹) : د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي او د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې هېواد کې سلګونه توليدي فابريکې سقوط شوې دي.
دوی د دې کار لوی لامل د پانګونې برخه کې د لومړيتوبونو نه تشخيص کول وګاڼه.
چارواکو او سوداګرو دغه څرګندونې د وږي په ۳۰مه، مزارشريف ښار کې د سوداګريزو ستونزو او د هغو د حل لارو په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نثاراحمد فيضي کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې ياد وزارت هڅه کوي څو هغه ستونزې له منځه يوسي، چې له امله يې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.
هغه زياته کړه، چې په وروستيو کلونو کې سلګونه توليدي فابريکې سقوط شوې دي.
د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په خبره، د يادو فابريکو د سقوط لوی لامل د پانګونې پر مهال د سوداګرو له خوا د لومړيتوبونو نه تشخيص کول دي.
نوموړي دا هم وويل، چې له دې وروسته به پانګوال د يوه مشخص ميکانيزم له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.
وزير وويل: (( د پانګونې برخه کې لومړيتوب ډېر مهم دی، له دې وروسته په ولايتونو او ښارونو کې هغو سوداګرو ته د پانګونې اجازه نه ورکوو، چې وړاندې تر هغې ورته فابريکه موجوده وي، دغه سوداګر به تشويق کړو چې نورو ولايتونو کې پانګونه وکړي)).
نوموړي همدا راز ژمنه وکړه، چې د فساد پر وړاندې مبارزه يې د کار په لومړيتوب کې دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن