ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: د کندوز والي او امنيه قوماندان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي

ولايتي شورا: د کندوز والي او امنيه قوماندان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي

author avatar
20 Sep 2020 - 15:33
ولايتي شورا: د کندوز والي او امنيه قوماندان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي
author avatar
20 Sep 2020 - 15:33

کندوز ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩): د کندوز ولايتي شورا غړي وايي چې نوي والي او امنيه قوماندان له دوى سره د امنيت د ټېنګښت په برخه کې ژمنې کړې وې، خو په دغه ولايت کې ورځ تر بلې امنيتي وضعيت د خرابېدو خواته روان دى.

په دې وروستيو کې عبدالستار ميرزکوال د کندوز د والي او مل پاسوال فقير محمد جوزجاني يې د امنيه قوماندان په توګه وګومارل شول.

يادو دواړو چارواکو له خلکو سره په لومړنيو غونډو کې د امنيت د ټېنګښت ژمنې وکړې خو ولايتي شورا وايي چې دغه ژمنې يې تراوسه نه دي ترسره کړي.

په دې اړه د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل، والي له خلکو سره ژمنه کړې وه چې په يوه مياشت کې به له دغه ولايت څخه ملکي الوتنې پيليږي او ترڅنګ به يې د امنيت په برخه کې هم د پام وړ ښه والى راځي.

خو دى وايي: ((د شاوخوا دوه مياشتو په تېرېدو سره نه ملکي پروازونه پيل شول او نه هم په امنيت کې کوم تغير راغلى، بلکې هره ورځ امنيتي وضعيت د خرابېدو خواته روان دى.))

دغه راز د ولايتي شورا بل غړي غلام رباني رباني پژواک ته وويل چې د امنيت ترڅنګ د چارواکو نورې ژمنې هم تر اوسه نه دي عملي شوي.

ده وويل: ((هم والي او هم امنيه قوماندان له خلکو سره د امنيت ترڅنګ په نورو برخو کې هم د ښه والي ژمنې وکړې، خو يوه هم نه ده عملي شوې او خلک په سختو مشکلاتو کې دي.))

په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي محمد پناه پژواک ته وويل چې ورځ تر بلې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د خرابوالي خوا ته روان دى.

دى وايي: ((وضعيت بيخي خراب دى، طالبان د ښار دروازو ته رسېدلي، د لويو لارو کنټرول له طالبانو سره دى، خلک سخت په تشويش کې دي.))

همدرانګه د کندوز ښار بل اوسېدونکى جليل احساس وايي چې د ښار ترڅنګ په ولسواليو کې هم امنيتي وضعيت ډېر خراب دى.

ده زياته کړه: ((هره شپه جنګ وي، ولسواليو ته خو بېخي څوک تللى نه شي، يو ګډوډ وضعيت دى، موږ له حکومتي مشرانو نه غواړو چې دغه حالت ته نور پاى ورکړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادو ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.