ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه پوليس د يوه ماشوم د جنسي ځورونې او وژلو په تور نيول شوي

پنځه پوليس د يوه ماشوم د جنسي ځورونې او وژلو په تور نيول شوي

author avatar
20 Sep 2020 - 13:44
پنځه پوليس د يوه ماشوم د جنسي ځورونې او وژلو په تور نيول شوي
author avatar
20 Sep 2020 - 13:44

کندهار(پژواک، ٣٠ وږی ۹۹):  د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د ډنډ ولسوالۍ د یوې امنیتي پوستې قوماندان یې له څلورو پولیسو سره یو ځای د یوه ۱۳ کلن ماشوم د جنسي ځورونې او وژنې په تور نیولي دي.

دغه کسان له هغه وروسته ونیول شول چې کورنۍ یې د دغې پېښې په اړه قوماندانۍ ته شکایت وکړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ولي محمد عسکر د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدالله ورته شکایت کړی و چې درې ورځې وړاندې یې د نصیب الله په نوم ۱۳ کلن زوی د دغې ولسوالۍ د کارېزک سیمې د امنیتي پوستې د قوماندان او د هغه د پولیسو له خوا وهل شوی چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه، د وژل شوي ماشوم د کورنۍ د څرګندونو پر بنسټ د یادې شوې پوستې قوماندان ملا روزي له څلورو پولیسو سره یو ځای نیول شوی او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د ده په خبره، ډېر ژر به د نیول شوو کسانو دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږي.

عسکر خبر ورکړ، هڅه کوي له قانونه سرغړوونکي که نظامي وي یا ملکي د جرمونو پر مهال د قانون منګولو ته وسپاري.

د وژل شوي ۱۳ کلن ماشوم نصیب الله پلار احمد الله وايي، زوی یې د ډنډ ولسوالۍ د کارېزک سیمې د امنیتي پوستې د قوماندان ملا روزي او د هغه د پولیسو له خوا وژل شوی دی.

نوموړی ادعا کوي چې پر زوی یې لومړی ډله ییز جنسي تېر شوی، وروسته وهل شوی او په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

هغه د انصاف غوښتنه کوي او له اړوندو ارګانونو غواړي چې د زوی قاتلانو ته یې سخته سزا ورکړل شي.

د يادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار کې جنايي جرمونه ډېر شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د کندهار ښار اړوند د ۱۲ امنیتي حوزې د فامیلیو په سیمه کې نن سهار یوې مېرمنې د خپل خاوند سر غوڅ کړی او وژلی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، تر دې مهاله د پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي. دی زیاتوي، ښايي پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې وي. تر پېښې وروسته مېرمن تښتېدلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.