ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۲۵ پېښې ثبت شوې دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۲۵ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
20 Sep 2020 - 14:25
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۲۵ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
20 Sep 2020 - 14:25

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۰۴۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د وږي په ٣٠مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٩٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٢٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۰۴۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٦٨ په فراه، ٢٠ په دايکنډي، نهه په بادغيس، نهه په ننګرهار، اووه په هرات، څلور په سمنګان، درې په کندوز او يو-يو هم په کابل، هلمند، لغمان، کونړ او زابل ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه بېرته نه دي ښه شوي.

خو په افغانستان کې د کرونا ويرويس له خپرېدو وروسته تر اوسه ۳۲۵۷۶ کسان له دغې ناروغۍ څخه بېرته جوړ شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څلور کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٤١ ته رسيږي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه  د دغه وزارت لارښونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.