ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ولسي جرګه کې د اروزګان وکيل کابل کې له يوه بريده روغ ووت

په ولسي جرګه کې د اروزګان وکيل کابل کې له يوه بريده روغ ووت

author avatar
20 Sep 2020 - 15:30
په ولسي جرګه کې د اروزګان وکيل کابل کې له يوه بريده روغ ووت
author avatar
20 Sep 2020 - 15:30

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : په ولسي جرګه کې د اروزګان وکيل بسم الله جان محمد په کابل ښار کې له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى.

د هغه د کورنۍ يو تن غړي حاجي وحيدالله د  وږي په ٣٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا بريد نن غرمه په شاوخوا دوولس نيمو بجو د کابل ښار ددارالامان پر سړک  شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې يوه وسله وال تن د درالامان د قلعه علي مردان په سيمه کې د يوه دوکان له شا څخه پر وکيل ډزې وکړې.

حاجي وحيدالله وايي چې وکيل بسم الله جان له بريده روغ ووت، خو بريدګر په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

خو د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي چې د کابل دارالامان سيمه کې داسې کومه پېښه نه ده شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.