ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د چسپکي ماينونو او قلمي وسلو زېرمه موندل شوې

کابل کې د چسپکي ماينونو او قلمي وسلو زېرمه موندل شوې

author avatar
20 Sep 2020 - 11:28
کابل کې د چسپکي ماينونو او قلمي وسلو زېرمه موندل شوې
author avatar
20 Sep 2020 - 11:28

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د وسلو او مقناطيسي ماینونو یو پټنځای چې د هدفي وژنو په سازماندهي کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف او ترلاسه شوی

ددغه وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل پر يوه استوګنیز کور هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې ددې عملياتو په ترڅ کې یې د هدفي وژنو د سازماندهي يو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، له ياد پټنځای څخه ۴۸ ميله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ چسپکي ماینونه او ۸۵۰ مېتره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو غوښتل له دې جنګي وسایلو څخه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې استفاده وکړي. او د دې پټنځای په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.