د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلزاد د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدل يوه بېسارې شېبه بللې

خليلزاد د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدل يوه بېسارې شېبه بللې

Sep 20, 2020 - 12:00

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمى خليلزاد د بين الافغاني خبرو پيلېدل د افغانستان لپاره يوه بېسارې شېبه بللې ده.

خليلزاد د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اعلاميې ته په اشاره ويلي چې د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي او سولې بهير څخه پراخ نړيوال ملاتړ شته دى.

هغه  په خپله ټویټرپاڼه کې ليکلي:"له دغه فرصت څخه بايد ګټه واخیستل شي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې جمعې په ورځ په دوحه کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو هر کلی وکړ.

خو د دې ترڅنګ په یاده اعلامیه کې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټينګار هم شوی  دى.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ روانې خبرې هغه څخه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې يې غوښتنه شوې وه.

هغه ويلي، د د امنیت شورا اعلامیه د هغې لارې ملاتړ کوي چې دواړه لوري اوس ورباندې کار کوي.

بين الافغاني خبرې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو، امنیت شورا، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او ګڼو هېوادونو یې هر کلی کړى دى.

د افغانستان د دولت او طالبانو ټيمونو تر اوسه پر طرز العمل او اجنډا خبرې کوي او کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan