د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د څرخي پله زندان د بنديانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو کچې د تثبیتولو بهیر پیل شو

د څرخي پله زندان د بنديانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو کچې د تثبیتولو بهیر پیل شو

Sep 20, 2020 - 17:44

کابل (پژواک، ٣٠  سنبله ٩٩): د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې په لومړي ځل د څرخي پله مرکزي زندان د بنديانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو د کچې د تثبیتولو بهیر پیل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زندانیانو د اصلاح او بیا روزنې ارزښت ته په کتو، د هېواد په زندانونو کې د ښوونې او کسب زده کولو زمينې برابرولو په موخه یې دغه بهیر پيل کړی دى.

د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بهیر یې د لومړي ځل لپاره د يوې ارزونې په ترڅ کې د مخامخ مرکو او له وړاندې تیارو شویو پوښتن پاڼو له مخې، د څرخي پله مرکزي زندان د بندیانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو د کچې تثبیتولو لپاره پيل شو. 

په خبرپاڼه کې راغلي، د ياد بهیر موخه د بندیانو د سواد کچې تثبیتول، د هنري، حرفوي او ورزشي مهارتونو، محبوسينو او محجوزينو ته د سواد زده کړې، اسلامي، اساسي او ثانوي، لوړو او نيمه لوړو زده کړو د پروګرامونو پرمخ وړلو لپاره په شرایطو برابرو کسانو پېژندل دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رئیس عثماني په دې اړه د جوړ شوي محفل په ترڅ کې د خبرو پرمهال وویل: " بندیانو ته د حرفوي مهارتونو او سواد زده کړې د مقررې له ۵مې مادې سره سم، هغو شمېر بنديانو چې په زندان کې د کسب زده‌ کړې په يو کلن يا د سواد زده کړې په دوه کلنو پروګرامونو کې برخه اخيستې او د فراغت تصديق پاڼې يې ترلاسه کړې وي او همداراز هغه زندانيان چې په خپله خوښه لږ ترلږه ١۵ نورو بندیانو ته د دوه کلونو په موده کې سواد او یا حرفوي مهارتونه ورزده کوي، يو کال مجازات به يې معاف او کم شي".

د يادونې ده چې د زندانونو چارو د سمون اداره په پام کې لري، څو د هېواد په ټولو زندانونو کې د بنديانو د زده کړې کچې تثبیتولو بهیر تر بشپړېدو او په دې اړوند له پایلو ترلاسه کېدو ورورسته، د خپل درې کلن ستراتېژیک پلان سره په همغږۍ په زندانونو کې ښوونیز او حرفوي پروګرامونه په عملي توګه پیل کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan