فېروزکوه (پژواک، ۳۰ وږی ۹۹): د غور ولایت پولیس وایي چې په دغه ولایت کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله د نشه یي توکو درې قاچاقبران وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د غور د امنیي قوماندانۍ سرپرست وحیدالله نظامي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د ثاچاقبرانو له نشه یې توکو پر ډک موټر د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه اړوند د شبیدک کلي ته نږدې د ماین چاودنه وشوه.
نوموړی وایي چې د دې چاودنې په نتیجه کې د نشه یي توکو درې قاچاقبران وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د هغه په خبره، په دغه موټر کې یوه اندازه جنګي مهمات هم ځای پر ځای شوي وو چې له منځه تللي دي.
د غور د امنیتي چارواکو د څرګندونو پر اساس، قاچاقبرانو هوډ درلود دغه توکي د هېواد له شمال څخه سوېل ته انتقال کړي.
یادو سرچینو د یادو قاچاقبرانو هویت نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن