د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هېواد کې سلګونه توليدي فابريکې سقوط شوې دي

هېواد کې سلګونه توليدي فابريکې سقوط شوې دي

Sep 20, 2020 - 17:34

مزارشريف ( پژواک، ۳۰وږی ۹۹) : د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي او د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې هېواد کې سلګونه توليدي فابريکې سقوط شوې دي.

دوی د دې کار لوی لامل د پانګونې برخه کې د لومړيتوبونو نه تشخيص کول وګاڼه.

چارواکو او سوداګرو دغه څرګندونې د وږي په ۳۰مه، مزارشريف ښار کې د سوداګريزو ستونزو او د هغو د حل لارو په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نثاراحمد فيضي کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې ياد وزارت هڅه کوي څو هغه ستونزې له منځه يوسي، چې له امله يې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په وروستيو کلونو کې سلګونه توليدي فابريکې سقوط شوې دي.

د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په خبره، د يادو فابريکو د سقوط لوی لامل د پانګونې پر مهال د سوداګرو له خوا د لومړيتوبونو نه تشخيص کول دي.

نوموړي دا هم وويل، چې له دې وروسته به پانګوال د يوه مشخص ميکانيزم له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.

وزير وويل: (( د پانګونې برخه کې لومړيتوب ډېر مهم دی، له دې وروسته په ولايتونو او ښارونو کې هغو سوداګرو ته د پانګونې اجازه نه ورکوو، چې وړاندې تر هغې ورته فابريکه موجوده وي، دغه سوداګر به تشويق کړو چې نورو ولايتونو کې پانګونه وکړي)).

نوموړي همدا راز ژمنه وکړه، چې د فساد پر وړاندې مبارزه يې د کار په لومړيتوب کې دی.

په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونو د فدراسيون مشر اسماعيل غضنفر په خپلو خبرو کې وويل، چې حکومت بايد سوداګرو ته د اسانتياوو د برابرولو برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد ډېری کروندګر د خپلو حاصلاتو اخيستو پر مهال د ګټو پر ځای تاوان کوي.

هغه وويل: (( کله چې زموږ د کروندګرو د حاصلاتو وخت شي؛ نو يو سير کچالو او پياز په پنځوس افغانۍ کېږي؛ خو وروسته بيا دغه قيمت څلور سوه افغانيو ته رسېږي، دا ځکه چې موږ د زراعتي توکو د ساتلو امکانات نلرو)).

ده له حکومت څخه وغوښتل، چې په ولايتونو کې سړې خونې جوړې کړي او د سيمه ييزو زراعتي توليداتو په وده او خوندي کولو کې له کروندګروسره مرسته وکړي.

د ولسي جرګې مرستيال او سوداګر عباس ابراهيم زاده بيا په ګمرکونو او تجارتي بنادرو کې د فساد شتون د سوداګرو پر وړاندې لويه ستونزه ګڼي.

نوموړي زياته کړه، چې په ګمرکونو کې د شته فساد له امله د تجارانو ستونی خفک شوی او هيڅ څوک يې غږ نه اوري.

ابراهيم زاده وويل: (( کله چې سوداګر له سرحد څخه خپل تجارتي توکي افغانستان ته راواوړي، تر خپل منزله رسېدو پورې بايد له نيمايي زياته ګټه په لاره کې د فساد له امله ترې لاړه شي)).

هغه زياتوي، چې له همدې امله ډېری سوداګرو خپلې پانګې له هېواد څخه بهر ايستلې دي.

ښاغلي ابراهيم زاده د امنيت نشتون بله هغه لويه ستونزه وبلله، چې په وينا يې سوداګريزې چارې يې ټکنۍ کړې دي.

د هغه په وينا، حکومت بايد د لويو لارو امنيت او همدا راز په لويو ښارونو کې د سوداګرو ځاني خونديتوب ته ډېره پاملرنه وکړي.

د بلخ والي بيا په خپلو خبرو کې ټينګار پر دې درلود، چې هېوادوال دې له کورنيو توليداتو څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي دا د حکومت مسووليت وګاڼه، چې سوداګر پانګونې ته تشويق کړي او تر څنګ يې د هغوی ستونزې حل کړي.

د رهګذر په خبره، د بلخ سيمه ييزې ادارې تل هڅه کړې چې په دغه ولايت کې سوداګرو ته پېښېدونکې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

د کنفرانس ګډونوالو د سولې په تړاو د بين الافغاني مذاکراتو دوام ته هيله مندي وښودله او زياته يې کړه، چې د جنګ له ختمېدو سره به په هېواد کې د پانګونې کچه ډېره لوړه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan