د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چين له افغانستان سره د ٥٥٠ ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي

چين له افغانستان سره د ٥٥٠ ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي

Sep 20, 2020 - 14:30

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩): چين ، په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د ۵۵۰ میلیونو په ارزښت  د څه باندې پنځه زره ټنه خوراکي توکو مرسته کوي.

د یادې مرستې تفاهم لیک،نن د وږي په ٣٠مه، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر  غلام بهاءالدین جيلاني او په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت د سفیر، وانګ یو ترمنځ لاسلیک شو چي له مخې به يې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره ۵۲۶۶ ټنه مرسته کېږي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، غلام بهاءالدین جیلاني ددغه تړون د لاسلیک مراسمو پر مهال وویل،د یادې مرستې ۱۲۸۴ ټنه برخه غنم او ۳۹۸۲ ټنه يې چینایي وريجې جوړوي او ټولیز ارزښت یې ۵۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

ده زیاته کړه، د چین د ولسي جمهوریت تازه مرستې، چې د لېږد بهیر يې له چین څخه افغانستان ته پیل شوی، دلته له رسېدلو رسم به  ټول هېواد ته ولېږل شي او په شفاف ډول به د طبیعي پېښو پر زیانمنو ووېشل شي.

په ورته وخت کې د چین ولسي جمهوریت سفیر وویل، چې هېواد یې له ۲۰۱۸ کال راهيسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمنو سره د مرستو په چوکاټ کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي او لومړنیو توکو مرسته کړې ده.

همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د چین ولسي جمهوریت د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت له افغانستان سره؛ د طبي وسایلو او د کرونا ویروس د تشخیصیه کېټونو مرسته هم کړې ده. 

د اقلیمي بدلونونو له امله، په وروستیو کې د افغانستان ۱۵ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتو شاهدان وو؛ چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه هم واړول.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan