ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې له جګړې ځپلو زرو کورنيو سره مرستې وشوې

بلخ کې له جګړې ځپلو زرو کورنيو سره مرستې وشوې

author avatar
21 Sep 2020 - 11:13
بلخ کې له جګړې ځپلو زرو کورنيو سره مرستې وشوې
author avatar
21 Sep 2020 - 11:13

مزارشريف (پژواک، ۳۱وږی ۹۹) : بلخ ولايت کې له زرو اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.

دا مرستې د الکوزي خصوصي شرکت له خوا پر هغو کورنيو ووېشل شوې، چې د جګړو له امله يې خپلې سيمې پرېيښې وې او اوس يې په مزار ښار کې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کاوه.

د الکوزي شرکت ځانګړي استازي او په اماراتو کې پخواني جنرال قونسل عبدالصمد افغان د يادو مرستو د وېشلو پر مهال پژواک ته وويل، چې دوی لومړی سروې کړې او د مرستو لپاره يې هغه کورنۍ ټاکلي، چې ډېرې مستحقې وې.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا، بوره، مالګه، مکروني، کچالو، پياز او يو شمېر نور اړين توکي شامل دي.

د دې تر څنګ هرې کورنۍ سره د زر افغانيو نغدي مرسته هم وشوه.

د افغان په خبره، له دې وړاندې د قرنطين په دوره کې ياد شرکت د بلخ ولايت له ۱۶۵۰۰ اړمنو کورنيو سره مرستې کړې دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې هڅه کوي، څو د ژمي له را رسېدو وړاندې له بېوزله کورنيو سره د اړينو توکو مرسته وکړي.

هغه زياتوي، د خوراکي توکو د مرستې تر څنګ ياد شرکت زرګونه ټوکه قرانکريمونه او تفسيرونه هم په ښه کيفيت چاپ کړي، چې بلخ ولايت کې يې پر ديني عالمانو او مدرسو د وېشلو لړۍ روانه ده.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد له ياد شرکت څخه مننه  وکړه، چې په سختو شرايطو کې يې د بلخ د خلکو لاسنيوی وکړ.

هغه له نورو سوداګرو او خيريه موسسو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د ژمي له را رسېدو وړاندې د هغو کورنيو لاسنيوی وکړي چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د همدرد په خبره، د کرونا ويروس او قرنطين له امله خلک ډېر ځپل شوي او لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

۴۵ کلنه شازيه چې د شپږو بجو مور ده وايي، چې خاوند يې معيوب دی او دا خپله مجبوره ده څو د کورنۍ لپاره خرڅ او خوراک پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.