ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بټي کوټ ولسوال: د ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ امنيت ښه شوی

د بټي کوټ ولسوال: د ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ امنيت ښه شوی

author avatar
21 Sep 2020 - 11:11
د بټي کوټ ولسوال: د ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ امنيت ښه شوی
author avatar
21 Sep 2020 - 11:11

جلال اباد( پژواک، ٣١وږی ۹۹): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ ولسوال وايي چې د ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ ددغې ولسوالۍ امنيت ښه شوی او ګڼ شمېر رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي.

دا ولسوالۍ چې کلونه نا امنه وه، دوه کاله وړاندې په کې حکومت د ولسي پاڅوون کوونکو په ملاتړ عمليات وکړل، وسله وال يې وځپل او سيمه يې ترې پاکه کړه.

د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، د ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ امنيت ښه شوی او اوس په کې د بيارغونې ګڼې پروژې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه، ۱۳ کاله وروسته دې ولسوالۍ کې ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوي چې د يو شمېر ښوونځيو ودانۍ د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به د زده کوونکو د ګټې اخيستنې وړ شي.

ولسوال وايي، د دغې ولسوالۍ د ۳۰ بستريز روغتون ودانۍ چارې هم چې دوه کاله وړاندې پيل شوې وې، ۷۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دا به هم د خلکو پر مخ پرانيستل شي او د روغتيا په برخه کې به د خلکو ستونزه ورسره حل شي.

د بټي کوټ ولسوال د خپلو خبرو پرمهال د ولسي پاڅون کوونکو له ملاتړه د مننې ترڅنګ وويل چې د دوی د قربانۍ پايله وه چې تېرو دوو کلونو کې د کانال زرګونه جريبه ځمکه د وسله والو له واک څخه خلاصه او هر کال د کانال ادارې ته ميليونونه افغانۍ په لاس ورځي.

ده زياته کړه : ((د امنيت د تامين له امله دا دوه کاله کېږي هغه ځای چې پخوا به خلک د جلال اباد -تورخم پر لاره په کې په وېره تلل اوس له جلال اباد ښار نه ځوانان دلته چکر ته راځي او مېلې کوي.))

مومند وويل، د پخوا په پرتله اوس دې ولسوالۍ کې د زده کړو بهير هم ښه شوی او د ښځينه زده کوونکو شمېر هم تر پخوا ډېر شوی دی.

دی وايي، ټول زده کوونکي شاوخوا ۴۲زره کسان دي چې نږدې ۱۲زره يې نجونې دي او په لومړي ځل په کې ښځينه ښوونکې هم پر دنده ګومارل شوې دي.

هغه غوښتنه وکړه چې بټي کوټ ولسوالۍ کلونه نا امنه وه، د بيارغونې له پروژو بې برخې پاتې شوې او له ولايتي ادارې او موسساتو يې وغوښتل چې دې ولسوالۍ کې رغنيزې پروژې ډېرې کړي.

بټي کوټ د ننګرهار هغه نا امنه ولسوالۍ وه چې د وخت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، هر کال به ترې وسله والو طالبانو ميليونونه افغانۍ عوايد راټولول او بيا به يې پرې جګړه مهاروله.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.