جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سولې نړیوالې ورځ په ویاړ د هنر سالار ډلې له لوري پر دیوالونو نقاشي ترسره شوه.
دوی پر ديوالونو د انځورونو ترڅنګ د سوله يعنې څه؟ تر عنوان لاندې د ښاريانو نظريات هم راټول کړل چې هر چا پر ديوال ليکل.
په ننګرهار کې د هنر سالار ډلې ولایتي مسول الیاس الفت وایي، افغانان له جګړو ستړي شوي او ټول سوله غواړي، نو په همدې موخه یې غوره وګڼله چې د انځوګرۍ له لارې د سولې پیغام تر هر هېوادوال ولېږدوي.
نوموړی زیاتوي، په دغه پروګرام یې د زړه درد په نوم صندوق هم ايښى چې خلک د سولې په اړه د خپل زړه درد ولیکي، نوموړی همداراز وایي، په دغه نقاشۍ کې سوله یعنې څه؟ تر عنوان لاندې خلکو د سولې په اړه خپل نظریات هم ولیکل.
نګاه ارين چې پر ديوالونو يې د سولې انځورګري کوله، پژواک سره خبرو کې وويل، ځکه يې په دې پروګرام کې برخه واخيسته چې نوره له جګړو ستړې شوې ده.
هغې له وسله والو طالبانو او افغان حکومت وغوښتل چې د خلکو د حقونو له پښو لاندې کولو پرته په هر قيمت چې کېږي بايد سوله وکړي.
د ننګرهار اوسېدونکي د هنر له لارې د سولې پیغام لېږدول مهم بولي دوی وایي، د نقاشي له لارې د هېواد ټول وګړي لوستي او نالوستي کولای شي پیغام ترلاسه کړي، دوی همداراز د سولې په اړه خوشبین دي او وایي هیله لري چې افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن