ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د لس ادارو رييسان او اته ولسوالان سرپرستان دي

د پکتيا د لس ادارو رييسان او اته ولسوالان سرپرستان دي

author avatar
21 Sep 2020 - 15:20
د پکتيا د لس ادارو رييسان او اته ولسوالان سرپرستان دي
author avatar
21 Sep 2020 - 15:20

ګردېز (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د پکتيا ولايت د لس ادارو رئيسان او له نيمايي د ډېرو ولسواليو ولسوالان سرپرستان دي چې د چارو پر وړاندې يې محدوديتونه رامنځته کړي او له امله يې ګڼې اداري ستونزې پر ځای پاتې دي.

د پژواک د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د پکتيا مستوفيت، د سوداګرۍ او صنعت، سرحدونو او قبايلو، ځمکو، ترانسپورټ، ټولګټو چارو، د سوېل ختيځ زون د بهرنيو چارو، د حج او اوقافو، د ښوونکو د روزنې او بدني روزنې رياستونو رييسان او د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت مسوول سرپرستان دي.

همدارنګه احمدابا، آريوب ځاځي، څمکني، ډنډپټان، جانيخېل، شواک، روحاني بابا او ګرده څېړۍ ولسوالۍ هم د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، چې د ځينو يې د سرپرستي له پنځه کلونو زياته موده کيږي.

د پکتيا ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا نيوکه کوي چې د ادارو د سرپرستانو له امله نه يوازې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي، بلکې سرپرست رييسان نه شي کولای د رسمي هغو په څېر له صلاحيت په کار اخيستو فعاليت وکړي.

د لويې پکتيا فرهنګي مرکز مشر سيدجمال الدين اصف خېل وايي چې په واک کې ځينې کړۍ خالي يا سرپرست بستونه د دې لپاره نه اعلانوي، چې په خبره يې خپل کسان د ګټو لپاره په سرپرستۍ کې وساتي.

اصف خېل پژواک ته وويل: ((سرپرستي له بده مرغه پر ټولو ادارو بد اغېز کوي. دلته ځينې کړۍ د دې لپاره چې ځينې مفادونه ورته ورسيږي، ځينې ادارې يا ولسوالان قصدا سرپرست پرې ايښي دي.))

مدني فعال شېرپاو احمدي سرپرستي ګډوډي او فساد ته لار برابرول بولي او ټينګار کوي چې هر څه ژر بايد د سرپرستي بستونه اعلان او د ازموينو د برېښنايي مرکز له لارې وړ او کارپوه کسان وګومارل شي.

احمدي زياته کړه:((سرپرستي په خپله د فساد او بې کفايتۍ سره مرسته کوي او لاره هواروي؛ ځينې کوشش کوي چې له دې وخت نه په کار اخيستو فقط خپل جېب ډک کړي. د خلکو کارونه هم ځنډيږي.))

قومي مشر اتفاق احمد نېک وايي چې سرپرست مسوولين د رسمي هغو په څېر صلاحيت نه لري او له دې امله نه يوازې چارې په لازم ډول مخ ته نه شي بيولی، بلکې اداري نظم هم ور سره خرابيږي.

نېک وويل: ((سرپرستان سم کار او خدمت نه شي کولی؛ ځکه چې صلاحيت نه لري. د پکتيا د وروسته پاتې کېدو يو لوی لامل همدا سرپرستي ده. موږ له ولسمشر او ټولو وزارتونو غواړو چې دې لړۍ ته پای ورکړي.))

د پکتيا ولايتي شورا هم د سرپرستۍ اوږدېدل د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي چې په دې برخه کې دې لازم اقدامات وشي.

د يادې شورا غړي محمدرحمن قادري پژواک ته وويل: ((سرپرستي د ټولو ادارو پر فعاليت ډېر ناوړه اغېز کوي. دې مهمې مسلې ته بايد جدي توجه وشي او دا لړۍ بايد پای ته ورسول شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.